بريدګر کريکټر يو ورځني کريکټ ته الوداع وويل!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
کريس ګيل نور له يو ورځني نړيوال کريکټ څخه تقاعد سو.
د کريکټ د نړۍ بريدګر توپوهونکی چي توپ اچوونکي يې په وړاندي تل د ستونزو سره مخ وي يو ورځنی کريکټ په بريا سره پايته ورسوی.
کريس ګيل ۳۹ کلن دی خو د هندوستان په وړاندي يې په خپلي وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کي په پوره انرژۍ قوت وښود.

نوموړي د هندوستان په وړاندي د سيريز وروستۍ لوبه کي ۵۴مه نيمه سليزه ووهله او په ۴۱ توپونو يې ۷۲ منډي وکړې ، ۵ شپږيزي او ۸ څلوريزي يې ووهلې.
د ګيل لپاره چي وروستۍ ۳۰۱مه لوبه يې وه په ځانګړې شميره لباس ورته جوړ سوی وو.

يونيورسي باس کريس ګيل په اوپنينګ کي تر بل هر لوبغاړي ډيري منډي کړي.
نوموړي د پيلیز لوبغاړي په حيث په يو ورځني نړيوال کريکټ کي ۱۰۱۸۵ منډي کړي.

کريس ګيل د ويسټ انډيز لپاره ترټولو ډيري ۱۰۴۸۰ منډي کړي،تر ټولو لوړي منډی يې ۲۱۵ دي، همدارنګه ۲۵ سليزي او ۵۴ نيمه سليزي يې وهلي دي،،۳۳۲ شپږيزي او ۱۱۲۸ څلوريزي يې وهلي.
همدارنګه ګيل په ۳۰۱ يو ورځنيو لوبو کي ۱۶۷ ويکټي اخيستي چي د ۴۶ منډو په مقابل کي ۵ ويکټي يې غوره توپ اچوونه ده،همدارنګه ۱۲۴ کيچونه يې نيولي دي.