براوو له شل اوریزو لوبو سره خدای پاماني کوي.

د ویسټ انډیز غوره الراونډر ډي جی براوو له شل اوریزو لوبو سره مخه ښه کوي، نوموړي د ویسټ انډیز لپاره لس کاله رسمي شل اوریز کرکټ وکړ او غواړي چې د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام وروسته شل اوریزو لوبو سره مخه ښه وکړي.
براوو د ۲۰۱۸ م کال په وروستیو کې له یو ورځنیو او ټېسټ لوبو استعفا اعلان کړه؛ خو بیا هم د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام پر مهال د ویسټ انډیز د غوراوي کمېټې له خوا له پولارډ سره یوځای په چمتو یا ریزرف لوبغاړو کې اخېستل شوی و.

هغه د ویسټ انډیز لپاره خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۶ م کال نړیوال جام پر مهال وکړه او بیا یې له هغې وروسته د ویسټ انډیز لپاره په شل اوریزو لوبو کې ګډون نه دی کړی.
براوو اوس ۳۶ کاله عمر لري او د ۲۰۱۸ م کال په اکټوبر میاشت کې یې د ویسټ انډ‌یز لپاره له هر ډول کرکټ سره مخه ښه کړې وه؛ خو کرکټ بورډ پرې بیا تکیه وکړه او لوبډله کې یې د نړیوال جام پر مهال واخېست.
د ویسټ انډیزۍ لوبډلې پخواني منتظم یا منېجر ریکي سکېرېټ په ۲۰۱۴ م کال کې د لوبډلې برخه کې مشري کوله، چې د ده د مشرۍ پرمهال د براوو په ګډون، پولارډ، ډېرین سمي او ځېنو نورو لوبغاړو له کرکټ بورډ سره پرېکون کړی و، چې ۲۰۱۴ م کال کې یې هندوستان ته د ویسټ انډیزۍ لوبډلې سفر لغوه کړ.
له دې وروسته په ۲۰۱۶ م کال کې فېل سېمونس د ویسټ انډیزۍ لوبډلې روزونکی وټاکل شو او نړیوال جام هم ویسټ انډیز وګاټه.
براوو ویلي چې «زه له خپلې کورنۍ، خپلوانو، ملګرو او مینوالو مننه کوم، زه لا هم ډېر چانس لرم، چې لوبې وکړم او کرکټ یوه لوبه ده، چې زه ورسره مینه لرم».
د کرېک بز وېب پاڼې د راپور له مخې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله به براوو ته په ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام کې د منځني توپ اچوونکي او توپ وهونکي په توګه شدیده اړتیا ولري؛ ترڅو د اسټرالیا په هېواد کې له خپلولۍ اتلولي د دفاع مناسبې هڅې وکړي.
براوو او شل اوریزې لوبې یې:

براوو په ۱۹۸۳ م کال کې د ویسټ انډیز د ټرېنېډاډ په سانټا کروز سیمه کې زېږېدلی، چې ۳۶ کاله عمر لري.
هغه له ۲۰۰۶ م کال راهیسې په کابو ۳۲ لوبډلو کې لوبېدلی، چې دې کې سوداګریزې او نورې نړیوالې لوبې شاملې دي.
نوموړي په ۶۶ رسمي شل اوریزو لوبو کې ۱۱۴۲ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۶۶ ناسوځېدلې دي.
په شل اوریزو لوبو کې یې ۵۲ وېکټې اخېستي، چې یوه لوبه کې یې د ۲۸ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.




وروستي مطالب