Advertisements
سپورټ وزش او تمرین

برانډون د بدن ښکلا په سیالیو کي نړیوال اتل سو!

ليکنه: صابر حميدي

د ماسټر المپیا نړیوالي سیالۍ د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ د امریکا په لاس ویګاس ښار کي ترسره سوې، چي پکښي امریکایي لوبغاړي برانډون کوري د بدن ښکلا په دې سیالیو کي لومړی مقام خپل کړ او نړیوال اتل سو.

په دې نړیواله لوبه کي ۳۶ کلن برانډون کوري بېلابیل جالب حرکتونه په خپل ښکلي بدن ترسره کړل، چي په دې سره نړیوال اتل وټاکل سو.

په دې سیالي کي ویلیام بوناک د غنا هیواد څخه دوهم مقام، هادي چوپان د ایران څخه درېیم مقام، دکستر جکسون د فلوریډا څخه څلورم مقام او رولي وینکلار بیا د کوراسائو څخه پنځم مقام خپل کړ.

برانډون په ۲۰۱۱م کال کي د بدن ښکلا په یادو نړیوالو سیالیو کي ۸م مقام، په ۲۰۱۵م کال کي ۱۶م مقام، په ۲۰۱۷م کال کي یو ځلي بیا ۸م مقام، په ۲۰۱۸م کال کي ۵م مقام او په ۲۰۱۹م کال کي ئې بیا لومړی مقام خپل کړ.

برانډون ته پر لومړي مقام ۴ لکه ډالره، ویلیام بوناک ته پر دوهم مقام ۱۵۰۰۰۰ زره ډالره، هادي چوپان ته پر درېیم مقام یو لک ډالر، داکستر جکسون ته پر څلورم مقام ۴۵ زره ډالره او وینکلار ته بیا پر پنځم مقام ۴۰ زره امریکایي ډالره ورکړل سوې.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.