بدل کې د نجونو ورکول؛ کومې ستونزې لري؟

 

زموږ افغان ټولنه کې بيا تر ډېره په پښتنه ټولنه کې دودونه شتون لري چې ښې پايلې نه لري.

ځينې دودونه ګټور او په زړه پورې هم وي خو دا ډول ځانګړتياوې په ټولنه کې بدې تماميږي.

زموږ په هېواد کې دډېرو نورو ناوړه دودونو تر څنګ په بدل کې د نجونو د ورکړې دود دی چې ډېر وخت د نجونو د ژوند يې تياره کړی او د نجونو د ژوند د خنډ سبب شوی دی.

يو بد دود په ټولنه کې دا هم دی، چې نجونو بې اختياري ده او د نارینه وو خپلواکي، چې تل يې په ښځو کوي. ښځې تل مقابل کې چوپ وي حتا نشي کولی د خپل ژوند شريک په خپله خوښه وټاکي.

لکه څنګه چې پوهېږو اسلام مبارک دين په ډېرو مواردو کې نارينه او ښځينه ته دا حق ورکړی دی چې د خپل ژوند جوړولو لپاره د ژوند ملګری پخپله خوښه وټاکي؛ که څه هم دا اصل ځينو ټولنو کې د تطبيق وړ دی اما له بده‌مرغه چې په افغاني ټولنه کې لا هم دا ناوړه دود شتون لري.
ځوانانو بيا تر ډېره نجونو ته دا حق نه ورکول کېږي چې په خپله خوښه واده وکړي.

هغه کورنۍ چې اقتصادي ستونزې لرې نشي کولی چې زوی ته پخپل مصرف واده وکړي نو خپله لور ورته بدل کوي. د يوې جلۍ بدل کې د بلې نجلۍ ورکړې ته بدل ويل کيږي، چې دا بد دود ډېر زموږ په ټولنه کې رواج لري، ډېری کورنۍ په دې اساس خپلوي کوي چې دا ډول کړنې د دوی ژوند خرابوي. په ګرديز کې د سوېل ختيځ زون لپاره د بشر حقونو د ښځو د برخې مسووله جميله يوسفزۍ د بدل له امله د رامنځته شوو څو پېښو په اړه يوې رسنۍ ته وويل:

«د بدل له وجې په پکتيا کې څلور ښځې په تېر نږدې وخت کې وژل شوي او ګڼې نورې ښځې له ډول، ډول کورني تاوتريخوالي سره مخ شوي، موږ په ډېرو کورونو کې ليدلي چې که په يوه بدلي نږور ظلم کېږي په بلې هم کېږي له دې وجې چې ولې په هغې ناوې ظلم دی نو دايې هم بايد وويني. که يوې سره هر ډول چلند کېږي دا بلي سره هم ورته کړنې ترسره کېږي.
له بده‌مرغه چې دا دود زموږ په ټولنه کې له پخوا څخه پاتې دی چې يوه کورنۍ بلې کورنۍ سره د لور بدلولو پر اساس خپلوي کوي، په هر کور کې چې د هلکانو او نجونو شمېر برابر وي نو نجونې هلکانو ته په بدل کوي چې دا ډېر خراب دود دستور دی او خراب عواقب لري.

داسلام مقدس دين کې هم د جلۍ بدل ناروا دی.»

په دې اړه مولوي عبدالقدير وايي:

(( په يو حديث کې راغلي چې: لاشعاره فی الاسلام – مطلب دا چې يوه ښځه په مقابله د بلې ښځې کې ورکول دغه ناروا ده خو که چېرته يوې ښځې ته مهر وټاکل شي بيا روا ده.))

د دیني عالمانو په وينا کوم دود چې د نجونو په بدل کې د ورکړې رواج ناروا دی، ځکه اسلام د دې مخنيوی کړی چې نجونې يوه د بلې په مقابل کې ورکول کېږي يا سره بدلېږي ناروا کار دی او اسلام د دې ډول ودونو جواز نه ورکوي.

امام بخاري او امام مسلم د خپلو حدیثو په کتابونو (صحیحینو) کې د حضرت ابن عمر(رضي الله عنهما) څخه روایت کړيدي چې:{أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ( صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) نَهَى عَنْ الشِّغَارِ} .

ژباړه: په تحقیق سره نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د بدل واده منع کړی ده.

نو بايد د دا ډول او دې ته ورته دودونو مخه ونيول شي چې د حکومت ترڅنګ ديني علما بايد د ممبر له لارې ټولنيزو رسنيو له لارې چې اوس اکثريت خلک ورته لاس رسئ لری خلک د عامه پوهاوي له لارې وپوهوي تر څو د مظلومو نجونو ژوند خوندي اوسي.

وروستي مطالب