بایډن: له داعش ډلې به د خپلو وژل شویو سرتېرو غچ واخلو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دیارلس تنو امریکایي سرتیرو له وژل کېدو وروسته ویلي، چې د برید غچ به له داعش واخلي.

بایډن زیاته کړې، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې د پاتې امریکایانو او د هغو د همکارانو په را ایستلو کې به د اګست تر ۳۱ ورسره مرسته کوي.

بایډن همدا راز ویلي، چې له جولای راهیسې تر اوسه د ټولو را ایستل کېدونکو شمیر تر سل زره کسانو اوښتی دی.

جوبایډن داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د کابل پر هوایي ډګر د تېر ماښام دوو چاودنو له امله د وژل شویو شمیر تر نوي تنو اوښتی او تر درې سوه نور ډیر پکې ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې دیارلس تنه یوازې امریکایي سرتېري دي.

د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل هوایي ډګر کې چاودنې غندلې.

طالبانو ویلي چاودنې په هغه ځای کې شوې چې مسوولیت یې د امریکایي ځواکونو پر غاړه وو.

اعلامیه وایي ‏اسلامي امارت د خپلو خلکو امنيت او ساتنې ته کلک متوجه دی او د شر غوښتونکو کړيو مخه به په کلکه سره ونيول شي.

طالبانو په ټینګار سره ویلي، چې د هوایي ډګر په کنترول او بهر ته د تلونکو کسانو په مدیریت کې امریکا په بشپړه توګه ناکامه شوې او لویه ګډوډي یې جوړه کړې ده.

طالبان وایي د هوایي ډګر د ننه ځینې چاودنې خپله امریکایانو کړې چې خپلې ځینې وسلې یې پرې له منځه وړې دي تر څو له استفادې ولویږي.

بلخوا د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د کابل هوایي ډګر کې پر وروستیو چاودنو توند غبرګونونه ښودلي او د چاودنو اصلي عاملین یې امریکایان بللي، چې هوایي ډګر کې د ګډوډۍ لامل شوي او د میدان کنترول په مدیریت کې پاتې راغلي دي.

کاروونکو پر طالبانو غږ کړی چې پر امریکایانو باید فشار راوستل شي چې ژر په هوایي ډګر کې روانې ګډوډۍ ته د پای ټکی کیږدي او له افغانستان ووځي.

وروستي مطالب