بایډن: زموږ ټولې معادلې غلطې راووتې چې افغان پوځ به د طالبانو سره جګړه کوي

د امریکا ولسمشر جو بايډن یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده.

نوموړي له افغانستان د ټولو امریکايي سرتېرو د ایستلو په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له ټرمپ یو بد میراث ورته پاتې و، چې یا یې باید عمل ورباندې کړی وای او یا به یوې بلې جګړې ته ننوتلو.

هغه زیاته کړې د افغانستان په اړه يې غوره او پر ځای پرېکړه کړې ده او له ټولو ديپلوماتیکو، امنیتي او دفاعي چارواکو سره تر اوږدو سلا مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی و چې له افغانستان به خپل سرتېري وباسي.

بایډن دغه راز د افغان جګړې د درنو لګښتونو په اړه هم خبرې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې یې ورځني لګښتونه درې سوو میلیونه ډالرو ته رسېدل.

نوموړي یو ځل بیا پر اشرف غني نیوکه کړې ده چې افغان پوځ یې یوازې پرېښود، دی وتښتېد او د امریکا ټولې هغه معادلې غلطې راووتې چې ګواکي افغان پوځ به د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې له داعش ډلې سره ددوی حساب پای ته نه دی رسېدلی او په خبره یې له دغه ډلې سره به حساب کوي.

بایډن یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې موخو ته رسېدلی، د امریکا امنیت ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې به په هر اقدام لاس پورې کوي.

وروستي مطالب