بایډن د ملي امنیت له ټیم سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د بایډن د ملي امنیت له ټیم سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر احتمالي ګواښونو خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وایي چې بايډن د ملي امنیت له ډلې سره کتلي دي او په هغه کې یې په افغانستان کې پر روان وضعیت مهمې خبرې کړې دي.

تر ډېره خبرې په دې شوې دي چې په افغانستان کې د کشمکشونو د ختمولو لپاره باید خبرې ادامه پیدا کړي او دغه راز یې په دې هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو پر احتمالي ګواښونو هم بحثونه کړي دي.

دوی همدا راز له افغانستان د ځينو وګړو پر ایستلو او دغه راز په یوه درېیم هېواد کې د یادو کسانو پر ځای پر ځای کولو هم بحثونه کړي دي.

دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې بایډن د ملي امنیت له ډلې سره پر افغانستان او دلته روان وضعیت خبرې کوي.

په ورته وخت کې د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هاریس اسیايي هېوادونو ته سفر کړی دی.

امریکایي رسنۍ وايي چې هغه به ګڼو هېوادونو ته سفر وکړي او په دې لړ کې به تر ډېره د افغانستان پر وضعیت خبرې او بحثونه ولري.

کاملا هاریس به همدا راز هڅه کوي له اسیايي هېوادونو په تېره بیا د جنوبي اسیا د هېوادونو له مشرانو سره د اړیکو پر پراختیا او په سیمه کې د ثبات په اړه بحثونه او خبرې ولري.

د نوموړې د سفر په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

امریکايي چارواکو بیا ویلي، چې امریکا د جنوبي اسیا او افغانستان له وګړو سره خپلې ژمنې لري او پر هغې ولاړه ده، چې د همدې ژمنو د بیا تازه کولو لپاره د هاریس سفر تنظیم شوی دی.

وروستي مطالب