بایډن: بښنې ته اړتیا نشته، له افغانستان وتل اړین وو

جوبایډن

د امریکا ولسمشر وایي د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای او اړینه وه.

ولسمشر جو بایډن د خپلې واکمنۍ د یو کلن کېدو په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای وه او د بښنې غوښتلو ته اړتیا نه لري.

هغه ویلي د افغانستان خلک یووالي او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې راتګ ته ژمن نه دي، نو ځکه په دغه هېواد کې د امریکا حضور بې ګټې و.

دده په وینا امریکا هره اونۍ میلیونونه ډالر په افغانستان کې لګول، خو په بدل کې یې یوازې جسدونه د امریکایانو کورونو ته رالېږل کېدل.

هغه همدا راز وایي چې اوس په افغانستان کې وضعیت خراب دی، خو مسوول یې ددغه هېواد نوی حکومت دی او امریکا ورسره هېڅ راز همکاري نه شي کولی.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وضعیت خراب دی او ستونزې لري، نو مسوولیت خو یې پر امریکا نه دی.

بایډن د تخلیې ماموریت هم کامیاب بللی دی، خو د ستونزو پړه یې پر ډونالډ ټرمپ اچولې ده.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله