باورونه څه ډول زموږ په ژوند کې بدلون راولي

ژباړه او زیاتونه: شبانه پوپلزۍ

باورونه زموږ په ژوند کې هغه مهم او ارزښت لرونکي دلیلونه دي، چې له امله یې موږ بریا ته هم رسېږو او له ماتې سره هم مخ کېږو.

که څوک د ځان په اړه غوره او ښه باورونه ولري، کولای شي، چې په ژوند کې خپلو موخو ته ورسېږي.

که یو کس په دې باور وي، چې دا کار نه شم کوی، د دې کس دا باور د دې لامل کېږي، چې دا له ماتې سره یې مخ کړي.

دا چې باورنه زموږ په ژوند کې څه ارزښت لري او څه ډول زموږ ژوند ته بدلون ورکوي، په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.

باور یعنې څه؟

مخکې له دې چې د باورونه په اړه نور معلومات وړاندې کړو، لومړی به باور تعریف کړو، چې باورونه څه دي؟

باور هغه فکر دی، چې زموږ په ذهن کې یې ځای نیولی او موږ منلی او په هغه باورې یو.

د بېلګې به ډول هغه تخریب کوونکی باور چې زموږ په ذهن کې یې ځای نیولی هغه دا دی، چې کار نشته او دنده نه پیدا کېږي، که دې ته پام وکړئ دا هغه ذهنیت دی، چې موږ ته د مور، پلار او یا ملګرو له خوا راکول کېږي، چې کار نشته او دا زموږ په ذهن کې ځای نیسی او موږ په دې باور کېږو؛ چې کار نشته چې دا د دې لامل کېږي، چې موږ هڅه او تلاش و نه کړو او د خپلې سستۍ پړه پر بل چا واچوو او ځان د حالاتو قرباني کړو.
زموږ دا کار د دې لامل کېږي، چې دا باور زموږ په وجود کې رشد وکړي.

ولې باورونه اړین دي؟

باورونه هغه څه دي، چې موږ هر ډول باور وکړو په ژوند کې مو هغه رقم کېږي.

هنري فورډ د باورونه په اړه ډېره ښایسته خبره کړې ده: ( که مو فکر وکړ چې کولای یې شئ او که مو فکر وکړ، چې نه یې شئ کولای په دواړو صورتونو کې مو سم فکر کړی)

د هنري فورډ دا خبره موږ ته دا راښیي، چې باور زموږ په ژوند کې اړین رول لري؛ چې بریا ته موهم رسولای شي او له ماتې سره مو هم مخ کوي.

دا مې په ژوند کې خپله تجربه ده، هغه کار مې چې ویلی چې کولای یې شم او دا کار کوم هغه کار مې په ښه ډول شوی او زه بریالی شوي یم.

خو کله مې چې په کوم کار کې زړه وهلی او په یوه کار کې زړه نا زړه شوې یم، په دې فکر چې زه به یې وکړی شم او که نه یا یې زه نه شم کوی، بیا په هغه کار کې ناکامه شوې یم.

دا تجربو ښودلې ده، چې که دې وویل چې دا کار کولای شم، ته په هغه کار کې بریالی یې او که دې وویل چې نه یې شم کوی، نو بیا یې نه شې کوی او ته په هغه کار کې له ماتې سره مخ کېږې. نو ځکه باور زموږ په ژوند کې اړین دی او باورونه زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

د نورو په خبرو باور مه کوئ:
تاسې په ژوند کې باید لومړی په ځان باور ولرئ، چې زه دا کار کولای شم او په دې کار کې بریالی یم.

که هغه هر کار وي، تاسې په ځان باور ولرئ. دا د دنیا یو قانون دی، چې د یو کار د ترسره کولو له پاره لومړی باید په ځان باور ولرئ، تر څو تاسې بریا ته ورسېږئ.

د بېلګې په ډول که تاسې له مخکې په دې باور ولرئ، چې په کانکور کې بریالي کېږئ، تاسې به خامخا بریالي شئ.
یا که په دې باور ولرئ، چې تاسې به په راتلونکي کې یو ښکلی کور ولرئ، نو خامخا به تاسې یو ښایسته کور ولرئ.

د دې له پاره چې تاسې پر باورونو یقین وکړئ او اغېزې یې په ژوند کې ووینئ د دې له پاره له بریالیو خلکو څخه پوښتنه وکړئ، چې د دوی د بریا راز څه دی؟

له هر بریالي کس نه چې وپوښتي د هغوی لومړی ځواب به دا وي، چې په ځان باور کول مې د دې لامل شوه، چې زه بریالی شم.

کله مو چې په ژوند کې یوه پریکړه وکړه، د نورو خبرو ته بیا غوږ مه نیسئ، ځکه د نورو خبرې د دې لامل کېږي، چې تاسې زړه نا زړه شئ او په پایله کې یې له ماتې سره مخ شئ.

دا مې هم میاشت مخکې په خپل ژوند کې تجربه کړل:
کله مې چې پریکړه وکړه، چې د ماسټرۍ ازموینه ورکوم؛ ډېرو راته ویل چې ټول کار د واسطې او رشوت دی نه بریالۍ کېږې.

زه خپله مخکې له هغې په دې باور وم، چې درس وایم او خامخا به بریالۍ کېږم، خو په دې برخه کې د نورو خبرې او بېلګې د دې لامل شوې، چې درس ونه وایم او په ځان باور له لاسه ورکړم؛ چې په پایله کې یې له ماتې سره مخ شوم او زه بریالۍ نه شوم.

که مې په ځان باور کړی وای او د ازموینې له پاره مې درس ویلی وای بیا خامخا بریالۍ کېدم، خو ما تېروتنه وکړه او د نورو په خبرو مې باور وکړ.

داسې ډېرې بېلګې شته چې د باورونو په اساس یو کس له ماتې سره هم مخ شوی او بریا ته هم رسېدلی دی؛ باورونه هغه څه دي، چې موږ بریا ته هم رسوي او له ماتې سره مو هم مخ کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي