فبروري 28, 2021

بالیوډ کې د ودونو توده لړۍ؛ سندر غاړي همیش ریشمیا له سونیا کپور سره واده وکړ!

د هندوستان نامتو سندر غاړي او د موسیقۍ لارښود همیش ریشمیا د خپلې پخوانۍ ملګرې سره دوهم واده وکړ.
همیش ریشمیا وړاندې تر دې مېرمنه لرله، خو د یو څه مشکلاتو او ستونزو له امله یې له یو بله طلاق واخیسته او سره جلا شول.
اوسنۍ مېرمن یې د فلمونو ستوري سونیا کپور ده، چې دواړو له ډېره وخته سره د ملګرتیا اړېکې لرلې.
تر بل هر وخت زیات اوس مهال په دې ورځو کې په بالیوډ کې د ودونو موسم زیات دی او دغه سینما پرلپسې د خپلو کارکوونکو د ودونو شاهده ده.
د بالیوډ د ستورو د ودونو کیسې وروسته له هغې ګرمې شوې چې د بالیوډ ستورې انوشکا شرما د هند د کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړي ویراټ کوهلي سره واده وکړ.
دا څو ورځې وړاندې د سونم کپور او انند اهوجا د واده کیسي یې د مینوالو په خولې شوي چې روان میاشت کې یې واده وشو.
لا د دوی د وادونو خبرې نه وې زړې شوې چې د بالیوډ دوه نورو لوبغاړو نیها دهوپیا او انګد بیدی سره واده وکړ او ورپسي سمدلاسه په رسنیو کې د هندي سندرغاړي همیش ریشمیا د دوهم واده خبرونه هم خپاره شول.
د دواړو واده تیره ورځ په هند کې وشو او جوړه یې تصویرونه یې په ټولنیزه مېډیا خپاره شول.
د دوی د ودونو په تړاوو وړاندې څه نه و ویل شوي او یو دم یې تصویرونو خپاره شول.
هندۍ رسنۍ وایي، د دوی دواړو واده ته بغیر د دوی د نژدې خپلوانو او نژدې ملګرو بغیر نور څوک نه ول دعوت شوي.
خو وروسته سندر غاړي همیش ریشمیا پر خپله فیسبوک پاڼه د خپل واده تصویر خپور کړ او ورسره یې ولیکل چې ((موږ دواړه اوس د یو بل سره یوو او دا د خوشحالۍ خبره ده)).
دا د ریشمیا دوهم واده و تر دې وړاندې یې د کومل سره هم واده کړی و چې د ژوند د ۲۲ کلن سفر وروسته سره تېر کال جلا شول او طلاق یې واخيسته، د دواړو یو زوی هم شته چې اوس د مور سره اوسیږي، او د خپل پلار په دویم واده کې یې هم تېره ورځ ګډون کړی و.
په لومړیو کې د دوی دواړو د جلاوالي پړه په فلمي ستوري سونیا کپور وه، خو د طلاق وروسته د نوموړي لومړۍ مېرمنې وویلي چې د جلاوالي لامل یې خپلې شخصي ستونزې دي او هېڅوک یې مسؤل نه دی.
دې زیاته کړې وه چې دوی دواړه تر اوسه هم د یو بل عزت کوي او په خپله خوښه سره جلا شوي دي.
د همیش ریشمیا نوي مېرمن د ټلویزیونې سریالانو کارکوونکې ده چې په مشهور سریالانو لکه: کیسا یه پیار هی، جګنی چلی جالندهر، یس باس، او ری مکس سریالانو کې کار کړی دی.