مارچ 8, 2021

بارسلونا هم په لالیګا لیګ کي لوبه وګټله!

Advertisements

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د لوانتې فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۱ لوانتې ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره دواړي ګولوهني انسو پاتي د لوبي په ۳۰مه او ۳۲مه دقیقه کي ولګولې.

د لوانتې لپاره بیا یوازینی ګول روبین روچینا د لوبي په ۹۰یمه دقیقه کي ولګوی.
دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي ترسره سوه، چي د دې لوبي لیدلو ته شپیته زره او ۲۹۵ مینوال ورغلي وه.
د یادي لوبي په ګټلو سره بارسلونا خپلي نمرې ۴۶ته پورته کړې.
د دې ترڅنګ وړمه شپه ریال ماډریډ په یوه سخته لوبه کي په خپل کوربتوب اتلاتیک ماډریډ ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره یوازینی ګول کریم بنزما وواهه.

د دې لیګ د نمرو په جدول کي ریال ماډریډ د ۴۹ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، بارسلونا د ۴۶ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای او ختافه بیا د ۳۹ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي