بارسلونا ـ آلاوز فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۸مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا فوټبال لوبډلي ډیپورټیو آلاوز فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه.
یاده لوبه ۴ ګولونه پر ۱ بارسلونا وګټله.
د بارسلونا لپاره په یاده لوبه کي ګریزماین، آرتو ویډال، لیونل میسي او لیویز سواریز ګولوهني وکړې.

ګریزماین د لوبي په ۱۴مه، آرتو ویډال د لوبي په ۴۵تمه، لیونل میسي په ۶۹تمه او لیویز سواریز بیا د پینالټۍ په واسطه د لوبي په ۷۵یمه دقیقه کي ګولونه ولګول.
د ډیپورټيو آلاوز لوبډلي لپاره بیا یوازینی ګول پيري پونز د لوبي په ۵۶مه دقیقه کي وواهه.
په دې بریا سره بارسلونا خپلي نمرې ۳۹ته پورته کړې او په جدول کي ئې خپل لومړی ځای لا قوي کړ.
د دې لیګ څو نوري لوبي هم ترسره سوې، چي پکښي سویا ۲ ګولونه پر ۰ مایورکا ته او ویاریال بیا ۱ ګول پر ۰ ختافې ته ماته ورکړه، خو والینسیا بیا خپله لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول د ریال والاډولیډ سره مساوي کړه.

په دې لیګ کي بیا نن یکشنبه هم ۵ لوبي ترسره کیږي، چي له ډلي ئې ریال ماډریډ د اتلاتیک بلباوو سره میدان ته کښته کیږي.
دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي نن ماخستن ۱۲:۳۰ بجې پېلیږي.