ا.ا: یرغلګر دې د افغانستان خپلواکي ته درناوی وکړي

د افغانستان ا.ا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې لا هم په افغانانو کې د خپلواکۍ ساتلو حس په پوره قوت موجود دی او هغه څوک چې د دوی پر حریم یرغل کوي له سختې ماتې سره به مخ شي.

په اعلامیه کې د سلواغې میاشتې د ۲۶مې په مناسبت چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له ماتې او وتلو سره برابره ده راغلي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

اعلامیه وړاندې لیکي، چې افغانستان پر نورو هېوادونو د تېري هوډ نه لري او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې افغانان سوله خوښي خلک دي خو پردیو ترې فرصت اخیستی دی.

اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې یرغلګر دې له خپلو مسلسلو ماتو څخه په زده کړې د افغانستان خپلواکي ته درناوی وکړي او له دې وروسته دې د دغه هېواد پر خپلواکي له تېري څخه په کلکه ډډه وکړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله