ا.ا: هیڅوک د خلکو په کورونو شپني عملیات نشي کولی

د زندانونو عمومي رییس محمد یوسف مستري چې په څرخي پله زندان کې يې د امنیتي ځواکونو د فراغت غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې تر دې وروسته هېڅ څوک پر خپل سر او د شپې له خوا د خلکو په کورونو عملیات نه شي کولی.

د اصول نامې له مخې امنیتي ځواکونه باید د خلکو کورونو پلټنې په وخت کې د اړونده جومات ملا امام او د کلي مشران له ځانه سره یوسي ځانونه دې ور وپيژني او د کورنو حرمت باید وساتل شي.

ددې اصول نامې له مخې اثیران باید ونه وهل شي.

طالبان دې د خلکو کورنو ته د تلو پر مهال خپل مخونه لوڅ کړي او که تر دې وروسته د چا مخ پټ وي هغه غل دی او خلک دې په خپله سیمه کې له مشرانو سره اړیکې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو خلکو له ا.ا څخه شکایتونه کول، چې کورونو ته یې په خپل سر ورځي، ښځې او ماشومان یې ځوروي او اسیران یې وهل او ټکول کېږي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله