ا.ا: ترکیې او قطر سره د هوايي ډګرونو په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو

په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په تړاو یوې عمومي هوکړې ته نېږدې شوي دي.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل، په دې اړه کابل کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د اسلامي امارت، ترکیې او قطر ګډو پلاويو ترمنځ ناستې او بحثونه وشول.

ټاکل شوې چې د کابل په ګډون د افغانستان د پنځه هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته چې ویل کېږي برخلیک ټاکونکې ناسته به وي راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.

په دې ناسته کې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست هوایي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه خبرې کېږي.

بل خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ویلي، تېرو دوو ورځو کې د دوی استازو په کابل کې د ترکیې او طالبانو له چارواکو سره پرله پسې خبرې کړي او هوکړه شوې چې د دې خبرو بل پړاو به قطر کې ترسره کېږي.

د دې ترڅنګ رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی و چې یو شمېر ډپلوماټیکو سرچینو، ورته ویلي چې ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر د امنیت په تړاو هوکړې ته رسیدلي دي، خو د مالي مسایلو په سر تراوسه هوکړه نه ده شوې او بحثونه جریان لري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله