ا.ا.ا: د ټولو بندیانو دوسیې باید د شریعت په رڼا کې وڅېړل شي

د طا لبانو سرپرستې کابینې نن د سه شنبې په ورځ د رییس الورزا ملا حسن په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ټولو جنایي، سیاسي او حقوقي بندیانو دوسیو ته باید رسېدنه وشي.

د پرېکړې له مخې، د سترې محکمې په رهبرۍ د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست ته دنده سپارل شوې چې د دغو بندیانو دوسیې د شریعت په رڼا کې وڅېړي او د برخلیک لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

دغه راز په یاده غونډه کې پرېکړه شوې، هغه کورونه، وسایط او نور ځایونه چې طالبانو د راتګ پر مهال نیول شوي، په اړه یې سمه څېړنه وشي او تر څېړنو وروسته یې څښتنانو ته وسپاري.

د یادونې ده چې طا لبانو خپل راتګ سره هم‌‌مهاله له ټولو زندانونو د هرې کچې بندیان خوشې کړل، خو د استخباراتو ریاست په وینا دوی هغه مجرمین بېرته نیولي چې له خوشې کېدو وروسته یې هم جرمونه کړي وو.

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله