ا.ا اسلامي هېوادونو ته: د نورو خولې ته مه ګورئ، موږ په رسمیت وپېژنئ

د ا.ا.ا وایي اسلامي هېوادونه دې خپله خپلواکي ثابته کړي او د افغانستان نوی حکومت دې په رسمیت وپېژني.

د ا.ا رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند نن د افغانستان اقتصاد په نامه په یوه ورځني جوړ شوي کنفرانس کې د پرانیستونکې وینا پر مهال وویل، چې د رسمیت نه پېژندلو او اقتصادي بندیزونو د افغانستان خلک له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي دوی تمه لرله چې اسلامي هېوادونه به یې ژر په رسمیت وپېژني او د امریکا خولې ته به نه ګوري، خو دوی په دې کار کې ځنډ راوستی دی.

د هغه په خبره اسلامي هېوادونو ته په کار ده چې خپله خپلواکي ثابته کړي او د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

رییس الوزرا همدا راز پر نړیوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی له هېچا د خپل ځان لپاره مرستې نه غواړي، بلکې تمه لري چې له افغانانو سره په مستقیمه توګه بشردوستانه مرستې وشي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله