ایپیک ټایمز: د نړۍ قدرتونه بیا هڅه کوي چې افغانستان د سیالیو ډګر وګرځوي

ایپیک ټایمز ورځپاڼه وایي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته بهرني قدرتونه په دغه هېواد کې د خپل نفوذ د پیدا کولو په لټه کې دي او هڅه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د خپلو سیالیو په ډګر بدل کړي.

له نیویارکه خپرېدونکې دغې مهمې ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر د نړۍ د قدرتونو پهسرس سیاستونو پورې اړه لري.

ورځپاڼې د کارپوهانو په حواله زیاته کړې چې د افغان سولې پروسه په دې پورې اړه لري چې د نړۍ قدرتونه یې په اړه سیالي کوي که همکاري.

د ورځپاڼې په باور که د نړۍ قدرتونه همکاري وکړي نو افغانستان سولې ته رسېږي او که چېرته سیالي وکړي نو په دغه هېواد کې به د جګړې ډګر یو ځل بیا تود شي.

بلخوا امریکایي میلیټري ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې ممکن له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ورځپاڼه زیاتوي چې له عراق څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته تجربه شوې ده چې د امریکایي ځواکونو یو شمېر موټر او تجهیزات د داعش ډلې لاس ته ورغلي دي.

ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې دوی تر وتلو وروسته افغان ځواکونو ته د یو شمېر تجهیزاتو د ورکړې خبره کړې ده خو ټینګار یې کړی دی چې افغان چارواکو دا ډاډ نه دی ورکړی چې یاد تجهیزات به د طالبانو لاس ته نه ورځي.

په ورته وخت کې ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي قانون جوړونکو په حواله ویلي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمېر داسې مسائل شته چې ګونګ پاتې دي او امریکایي حکومت یې تر اوسه په اړه دوی ته ډاډ نه دی ورکړی.

وروستي مطالب