ایفون لس؛ ځانګړنې یې څه دي، کله بازار ته راځي؟

ژباړه او زیاتونه: تورپیکۍ سادات
د ایپل نړیوالې کمپنۍ اعلان وکړ، چې د ایفون نوي ټلیفونونه به د سپتمبر میاشتې په دولسمه رسماً د امریکا په کلفورنیا ایالت کې نندارې ته وړاندې شي.
دغه شرکت په دې اعلان سره د ایفون د مینه والو انتظار یو څه کم کړ، خو ډېرې پوښتنې یې بیا هم بې ځوابه پریښودې.
په دې پوښتنو کې ډېری یې د ایفون د نویو ټلیفونونو د ماډلونو او ځانګړنو په اړه دي.
دلته درسره د دغو پوښتنو د ځواب په اړه د کارپوهانو وړاندوینې شریکوو:
د نویو ټلیفونونو ځانګړنې
د یورو نیوز د راپور له مخې کارپوهانو وړاندوینه کړې، چې ایپل کمپني به دا ځل د ایفون درې نوي ډولونه بازار ته وړاندې کړي.
ګومان کیږي، چې د دې ډولونو یو ډول به د ایفون د مخکینیو بڼو په پرتله لوی اوسي.
ویل کیږي، چې د ایفون نوي ټلیفونونه به دا ځل په ډېر ګومان طلایي رنګ ولري.
د رنګ په اړه یې دا وړاندوینه په دې دلیل شوې، چې د ایپل شرکت له لورې د نویو تولیداتو د معرفۍ مراسمو ته یې بلنلیکونه په دغه رنګ چاپ شوي.
سربېره پردې ویل شوي، چې ایپل کمپنۍ د ایفون ۱۰ لپاره یې د امریکا د اړیکو له فیډرالي کمیسون څخه د طلایي رنګ د غوره کولو جواز غوښتی.
تراوسه پورې د ایفون ټلیفونونه له دغه رنګ سره بازار ته نه دي وړاندې شوي.
ایفون ۱۰ کله بازار ته راځي؟
ایپل کمپنۍ ویلي، چې ایفون ۱۰ به د سپتمبر په دویمه اونۍ کې نندارې ته وړاندې کړي، خو بازار ته وتل به یې څو اونۍ نور وخت هم ونیسي.
د بازار ته وتو وخت یې دقیق نه دی، خو ایپل کمپنۍ ژمنه کړې چې دا کار به یې د ژمنیو رخصتیو له پيله مخکې وشي.
د ایفون موبایلونو په اړه
ایفون موبایلونه د ایپل کمپنۍ تولیدات دي، چې نوم یې هم د دغې کمپنۍ د نوم له لنډیز څخه جوړشوی.
دا ټلیفون په لومړي ځل د ۲۰۰۷ د جون په ۲۹ مه هغه مهال نندارې ته وړاندې شو، چې استیو جابز د ایپل کمپنۍ اجرایه مشر و.
ایفون له نورو ډېرو موبایلونو سره په توپیر د ډېرو پروګرامونو د لرلو او هم د ښه خوندیتوب ځانګړنه لري.
د دغه ټلیفون ګڼ ډولونه تراوسه بازار ته وړاندې شوي، لکه: ایفون ۱، ایفون ۲، ایفون ۳، ایفون ۴، ایفون ۵، ایفون ۵ ایس، ایفون ۵ سي، ایفون ۶ پلاس، ایفون سیکس، ایفون ۶ ایس، ایفون اس ای، ایفون ۷، ایفون ۷ پلاس، ایفون ۸، ایفون ۸ پلاس، ایفون ایکس…