د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ خلاف د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې هم بریا خپله کړه او دغه سیریز یې له وړاندې دوه د ۰ مخکې والي سره وګټلو.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د لمړۍ سیالۍ وروسته په دویمه سیالۍ کې هم ایرلینډ ته د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.
په سیالۍ کې ځوان چپ لاسي اوپنر یو ځل بیا د لوبډلمشر اضغر ستانکزي په ملګرتیا برید کوونکې لوبه ترسره کړه، چې د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو پرمټ یې ۸۲ منډې جوړې کړې، خو له بل خوا ورسره لوبډلمشر اضغر ستانکزي د ۳۷ منډو په جوړولو سره د دواړو ترمنځ ملګرتیا ۱۰۸ منډو ته ورسیوله.
د ایرلینډ لخوا د لوبې ځوابي برید کوونکي پیل مخه په لمړي سر کې افغان بالرانو ونیوله او ۹ منډو په جوړلو سره یې ۳ ایرلینډي لوبغاړي وسوځول.
ایرلینډ د لوبې د ټاکلو ۲۰ اورونو وړاندې خپله ټوله لوبډله د لوبې ۱۵ م اور کې د ۷۹ منډو جوړولو وروسته وبایلله او په سیالۍ کې یې د ۸۱ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.
د افغان لوبډلې لپاره په دې سیالۍ کې راشد خان څلور او مجیب ځدران ۳ ایرلینډي لوبغاړي وسوځول، خو د ایرلینډ لپاره پیټر چیس په ۳ او باډي رینکین په ۲ ویکټو اخیستو د سیالۍ مځکښ بالران وو.
په روان سیریز کې افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی د ۱۳ شپږیزو او ۱۴ څلوریزو پرمټ د ۱۵۶ منډو جوړلو سره مخکښ توپ وهونکی دی او ورپسې لوبډلمشر اضغر ستانکزی د ۶۸ منډو جوړولو سره دویم ځای لري، خو د ایرلینډ لخوا نه لوبډلمشر ګیري ویلسن په ۵۶ منډو مخکښ توپ وهونکی دی.
د ایرلینډ په کوربه توب د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د سیریز وروستۍ لوبه به هم سبا د جمعې ورځ د ماښآم په ۷ نیمو بجو سره پیل شي، چې پکې به ایرلینډ د افغان لوبډلې لخوا د کلین سویپ څخه د بچ کیدو په کوښښ کې وي، خو د افغان لوبډلې اوسنی حالت بیا بل ډول ښکاري، ځکه چې لمړۍ دواړه لوبې یې ګټلې دي او په وروستۍ سیالۍ کې به هم هیڅ ډول ډار ونلري.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ