ایران: طالبان مو د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناستې ته نه دي بللي

د افغانستان ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ایران پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناسته کې ګډون نه کوي.

مجاهد څرګنده کړې ده چې دوی په یاده ناسته کې د ګډون پلان نه لري خو زیاتوي چې هیله لري تر سره کېدونکې ناسته ګټورې پایلې ولري.

د طالبانو ویاند وایي په دغې غونده کې ګډون نه کوي خو ایرانۍ رسنۍ وایي طالبان دغې غونډې ته نه دي بلل شوي.

تر دې مخکي د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي و چې تر دې دمه طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

خو ایراني رسنیو چې یوه هم فارس خبرپاڼه ده، ویلي دي چې طالبان اصلاً دغې غونډې ته وربلل شوي نه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په تهران کې جوړه شي.

په دغه غونډه کې به د پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول او د چین او روسیې استازي د ویډیویې کنفرانس له لارې یو ځای وي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې د دغو دوو هیوادونو استازي به په کومه کچه وي.

په کابل کې دایران سفارت هم د اعلامیې په خپرولو یاده غونډه مهمه بللې او ویلي یې دي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو پر دوام ټېنګار وشي.

تر دې وړاندې د روسیې په کوربه‌توب یوه غونډه ترسره شوې وه چې په‌ کې د طالب استازو په ګډون د چین، پاکستان، هند او ایران استازو ګډون کړی و.

د سیمې هېوادونه دغه غونډې په داسې مهال نیسي چې لا هم طالبان د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه‌ دي پېژندل شوي.

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله