ایران: د جمهوریت او د تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب غواړو

ولسمشر غني چې په یو ورځني رسمي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی نن یې د دغه هېواد له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره لیدلي دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د ایران ولسمشر ویلي، چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

هغه دغه راز د افغانانو د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر ساتنه هم ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به نن د ابراهیم رییسي د لوړې مراسمو کې تر ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستون شي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې دویم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او یو شمېر نور دولتي چارواکي ملګري دي.

وروستي مطالب