ایران: د افغانستان وضعیت په هوښیارۍ څارو

د ایران ولسمشر پر افغانستان د طالبانو ولکې ته په غبرګون کي ویلي، چې له دغه فرصته باید د افغانستان د امن، تلپاتې سولې او ثبات لپاره ګټه واخیستل شي.

ابراهیم رییسي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په ټلفوني خبرو کې زیاته کړې، چې د امریکا له نظامي ماتې څخه باید په افغانستان کې د ژوند د ښه والي، امنیت، پایدارې سولې او ثبات لپاره کار واخیستل شي.

هغه څرګنده کړې چې دوی د افغانستان وضعیت په ډېرې هوښیارۍ له نږدې څخه څاري.

د یادونې ده چې طالبان پرون وروسته تر هغه کابل ته راننوتل چې په خبره یې، د حکومت امنیتي ځواکونه له خپلو دندو تللي او د دوی ځواکونه د ګډوډیو د مخنیوي په موخه کابل ښار ته ننوتلي دي.

وروستي مطالب