ایران: افغان مشران باید راتلونکو نسلونو ته با ثباته افغانستان جوړ کړي

افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره د سوله ییز او با ثباته هېواد د جوړولو وړتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تهران کې له افغان سیاسیونو او طالب استازو سره تر کتنې وروسته په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی.

د ظریف په خبره د امریکا د ناکامۍ له امله افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي او روانې جګړې پای ته ورسېږي.

ظریف ویلي له دواړو لورو سره یې لیدنه ګټوره وه او ایران هڅه کوي چې د سولې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

ظریف وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې په تهران کې یې د طالبانو د قطر دفتر له یوه پلاوي او له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره وکتل.

په دې کتنه کې پر افغان سوله او روان وضعیت خبرې شوې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ طالبان ویلي یو پلاوی یې ایران ته تللی دی او د روان وضعیت په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې لري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي ددغه پلاوي مشري شیر عباس ستانکزی کوي او په تهران کې به له ایراني چارواکو سره پر بېلو مسایلو په تېره د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې کوي.

ډاکټر نعیم دغه راز ویلي چې له ځینو افغاني لورو سره هم پر افغان سوله خبرې کېږي او پر دې به بحثونه کېږي چې څنګه روانه ستونزه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

طالب پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو د ایران په ګډون د سیمې ټول هېوادونه دلته له روان وضعیت اندېښمن دي او تمه لري چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ