
سمیع الله درانی
د کرېک ټرکر وېب پاڼې لس لوبغاړي او د هغوی لارښوونکي په نښه کړي، چې شاهد افریدي یې د راشدخان لارښود یاد کړی.
د لس لوبغاړو نومونه د هغوی لارښوونکي درپېژنو!
دغو لسو لوبغاړو له لسو مشرانو لوبغاړو الهام اخېستی او بیا یې د هغوی په څېر او یا هم له خپلو استادانو بره او بریالۍ لوبې کړي دي.
راشدخان
تېر کې راشدخان خپله په یوه مرکه کې ویلي وو، دی چې کله کوچنی و؛ نو د شاهد افریدي توپ اچونه به یې کتله او د هغه له لوبې به یې خوند اخېست.
نن سبا ګورو راشدخان د افغانستان څه چې د نړۍ د کرکټ ستورو څخه ګڼل کېږي او په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی.
په ټېسټ لوبو کې یې ریکارډونه جوړکړل، په یو ورځنیو لوبو کې یې هم په ویسټ انډیز ریکارډ جوړکړی او لا ځوان دی کولای شي، چې نور ریکارډونه مات او جوړ کړي.
کرېک ټرېکر وېب پاڼه وایي، شاهد افریدي په خپل وخت کې د نړۍ په کچه زیات مینوال درلودل او راشدخان یې هم یو مینوال و.
وېب پاڼه وایي د شاهد افریدي له لوبو راشدخان الهام اخېستی او هغه یې یو عامل شو، چې راشدخان یې د کرکټ نړۍ ته راوست او اوس خوار ځلېدلی ستوری دی.
سټيوسمیت
دې وېب پاڼې د سټیف سمېت لارښود اسټرالیایي پخوانی بریالی لوبډلمشر ریکي پونټینګ یاد کړی دی، د وېب په پاڼې په خبره سټیف سمېت باندې د پونټېنګ د لوبې د مینې سیوری لګېدلی و؛ نو ځکه یې د هغه په مرسته لوبډلې ته لار پېدا کړه او بالاخره د نړۍ یو بریالی توپ وهونکی ترې جوړ شو.
ویرات کولي
د هندۍ لوبډلې مخکښ توپ وهونکی ویرات کولي د نړۍ په کچه یو سټایلېش او خورا ښه لوبغاړی دی، هغه د ټېنډولکر له لوبې خوند اخېسته او ټېنډولکر چې هند کې د کرکټ په بګوان مشهور دی، هغه لوبغاړی و، چې د نړۍ په کچه ورته د کرکټ ماسټر ویل کېږي.
د ده جالبه لوبه د دې سبب شوه، چې ویرات کولي ورته په ننواتې ورشي او د هغه څخه د ښه کرکټ زده کړه وکړي او د هغه لارښوونې په نظر کې ونیسي.
ټېنډولکر د ویرات کولي هکله دا هم ویلي، چې هغه به د ده د سل سلیزو ریکارډ ماتوي.
هارډېک پانډیا
د هندۍ لوبډلې یو مخکښ الراونډر دی، ده به کلیوال کرکټ کاوه او په کلیوال کرکټ کې خورا مشهور و، د مسلمان بالر عرفان پټان مرستې او همکارۍ تر مسلکي کرکټ راوستی او اوس په هندۍ لوبډله کې د وړتیاوو ډک لوبغاړی حسابېږي.
کګېسو رباډا
افریقایي ښي لاسی چټک بالر دی، سپيډ او خطرناکه توپ اچونه یې خورا مشهوره ده، ده د توپ اچونې خواږه له افریقایي چټک بالر ډیل سټین څخه اخېستي او همدا علت دی، چې د خپل استاد په څېر رباډا هم ښه ځلېږي.
جوفرا ارچر
جوفرا ارچر چې ویسټ انډیز کې زېږېدلی ۲۰۱۹ م کال کې له انګلستانۍ لوبډلې سره یو ځای شو او رول یې له لاسته راوړنو ډک و، دی د انګلستاني وېکټ ساتونکي توپ وهونکي کرېګ کی سوېټر په مرسته کرکټ ته راغلی او د انګلستان تر لوبډلې پورې راورسېد.
کی سوېټر په ۲۰۱۰ م کال نړیوال شل اوریز جام کې د انګلستان لپاره په پایلوبه کې ۶۲ منډې وکړې او لوبډله یې په اتلولۍ ونازوله.
دی هلته اتل و او اوس یې د جوفرا ارچر په څېر هستي انګلستان ته ور وبخښله.
پټ کمېنس
اسټرالیایي لوړ قدی چټک توپ اچوونکی دی، د انګلستان خلاف اشېز پنځه ټېسټ سیالیو کې یې تازه ۲۹ وېکټې واخېستې او مخکښ توپ اچوونکی و، دی د اسټرالیا چټک بالر برېټ لي په مرسته او لارښوونه د کرکټ نړۍ ته راغلی او خورا ښه ځلېږي.
جاس بټلر
انګلستانی جاس بټلر چټک توپاني توپ وهونکی دی، ده د ای بي ډیویلیرس لوبه زیاته خوښوله او اوس هم وایي چې د ډیویلیرس له توپ وهنې خوند اخلي، د نوموړي د ښې لوبې علت د ای بي ډیویلیرس تخنیکونه او غوره لارښوونې دي، چې ده ته یې کړي دي او ترې ګټه اخېستې ده.
اوېشکا فرنېنډو
اوېشکا فرنېنډو چې د سریلانکا ښي لاسی، ۲۱ کلن له وړتیاوو ډک توپ وهونکی دی، له سریلانکایي کامیاب توپ وهونکي مهیلا جایاوردني څخه لارښوونې اخېستي او همدا علت دی، چې سریلانکایي لوبغاړو خورا ښه دی او نړیوال جام کې هم ښه لوبېده.
جېسن هولډر
جېسن هولډر د ویسټ انډیز الراونډر دی، چې د ویسټ انډیز لپاره خورا ښه لوبغاړی تمام شوی، د ده لارښود کورټلي امبروز دی، امبروز د ویسټ انډیز چټک بالر و او د ویسټ انډیز د کرکټ په تاریخ کې یو خاص نوم دی؛ نو د ده د زیاتې خوارۍ په پایله کې د ویسټ انډیز لپاره جېسن هولډر راغی او اوس پرې د ویسټ انډیز ملا تر ډېره تړلې ده.
دا لس هغه لوبغاړي دي، چې لسو نورو ترې الهام اخېستی او روزلي یې دي.