ایاد د دغو لوبغاړو ریکارډونه به مات شي؟

 

د کرکټ په نړۍ کې هم بالرانو او هم توپ وهونکي ریکارډونه جوړ کړي دي، چې دغه ریکارډونه ډېر کلونه وروسته یا مات شوي او یا هم تر دې دمه نه ماتېدونکي پاتې شوي دي.

 

دلته د څو ریکارډونو نمونه وړاندې کوو

تاسې به خبر یاست چې برېن لارا د ویسټ انډیز کیڼ لاسي توپوهونکي د ټېسټ لوبو په یوه پاڼۍ کې ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې کړي دي او دا ریکارډ یې تر اوسه چا نه دی مات کړی.

برېن لارا دا ریکارډ په ۲۰۰۳ کال کې د انګلستان خلاف جوړ کړی و.

 

د یو ورځنیو لوبو چټکه سلیزه

په یو ورځنیو لوبو کې چټکه سلیزه د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر او ۳۶۰ لوبغاړي ای بي ډیویلیرس وهلې ده.

هغه په ۲۰۱۵ کال کې په افریقا کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله او دا یې په نړۍ کې د ریکارډ بنسټ کېښود چې تر اوسه چا نه دی مات کړی.

ډیویلیرس په ۴۴ توپونو ۱۴۹ منډې کړې وې.

 

مورالي تارن

د سریلانکا سپېن بالر و، چې د نړۍ په کچه یې نه هېرېدونکې توپ اچونه کړې ده، هغه په نړیوال کرکټ کې ۱۳۴۷ وېکټې اخیستي دي، چې تر اوسه یې دا ریکارډ یو بالر هم نه دی مات کړی او ریکارډ یې همداسې پر ځای پاتې دی.

 

سچېن ټېنډولکر

د سل سلیزو پاچا یادېږي، چې سل سلیزې یې یو ریکارډ دی او هم یې په نړیوال کرکټ کې ۳۴۳۵۷ منډې کړي دي، چې تر اوسه یو توپوهونکی هم نه دی ورسېدلی.

 

کرېس ګېل

په ۲۰۱۴ کال آی‌پي‌اېل کې یې د پونه وریئرز لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ۱۷۵ منډې وکړې او تر اوسه هېڅوک نه دی توانېدلی، چې په یوه لوبه کې په یواځې ځان ۱۷۵ منډې وکړي.

روهېټ شرما

په ۲۰۱۴ کې یې د سریلانکا پر وړاندې یوه یو ورځنۍ لوبه کې ریکارډ جوړ کړ، هغه په یواځې ځان ۲۶۴ منډې وکړې او تر اوسه لوبغاړی هم نه دی توانېدلی، چې ۲۶۴ منډې په یوه اننګز کې جوړې کړي.

 

د سونېل نرېن مېډن سوپر اوور

په ۲۰۱۴ کې د ویسټ انډیز په سوداګریزو سیالیو کې د رېډ سټیل او ګیانا امازون منډې مساوي شوې.

دواړو ۱۱۸ او ۱۱۸ منډې وکړې او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

د رېډ لخوا د سوپر اوور توپ اچونه کېوېن کوپر وکړه، ۱۲ منډې هدف شو.

سونېل نرېن د ګیانا امازون لپاره سوپر اوور تر سره کړ، چې څلور توپونه یې په نیکولاس پوران مِس کړل او په پنځم توپ یې وېکټ واخیسته او وروستی توپ یې هم مِس کړ؛ نو په دې اساس سونېل نرېن مېډن اوور ترسره کړ او لوبه ګیانا امازون لوبډلې وګټله، دا د نرې یو ریکارډ دی او تر اوسه یې دا ریکارډ چا نه دی مات کړی.

 

یوه لوبه کې د جېم لېکر ۱۹ وېکټې

جېمز چارلېس لېکر د انګلستان اف برېک توپ اچوونکی و، په ۱۹۵۶ کال کې یې د اسټرالیا پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه کې ۱۹ وېکټې اخیستې وې.

لومړۍ پاڼۍ کې یې ۹ وېکټې او دویمه کې یې لس وېکټې ترلاسه کړې.

دا لوبه انګلستان په ۱۷۰ منډو ګټلې وه.

 

ډان براډ من

د اسټرالیا پخوانی کرېکېټر دی، چې په ټېسټ لوبو کې یې چا تر اوسه ریکارډ نه دی مات کړی، هغه په هره ټېسټ لوبه کې په اوسط ډول ۹۹ اعشاریه ۹۴ منډې کړي دي، یعنې شپږ کم سلیزه یې وهلې ده.

د ده دا ریکارډ تر اوسه نه دی مات شوی.

دا هغه ریکارډونه دي، چې تر اوسه مات شوي نه دي، خو ناممکن نه دي ولې سخت دي.

وروستي مطالب