اکشی کمار د خپل ناکامه فلم دويمه برخه جوړوي

اوه مای ګاډ۲ به د اکشي کمار راتلونکی فلم وي.

اوه مای ګاډ چې په پښتو کې د اوه زما خدايه مانا ورکوي د هغه فلم نوم دی چې په ۲۰۱۲ز کې ريلېز سو،اکټینګ یې د فلم پوهانو له لورې فوق العاده وبلل سو خو د ناکامه فلم لقب يې خپل کړ.

اکشی کمار به يوځل بيا ددې فلم ددويمې برخې هېرو وي خو د پرېش راهول پرځای به پنکاج تريپاتي رول ادا کوي او په ښځينه رول کې يې یمي ګاتم اخيستې چې د فلم مهمي برخې ددې په غاړه دي.

په اوه مای ګاډ فلم کې انسان د بګوان سره په جګړه وي خو دا ځل به په وروستۍ برخه کې د انسانانو ترمنځ جګړه وي.

د اوه مای ګاډ۲ فلم پر کيسې کابو يونيم کال وخت اوښتی چې اکشي کمار او د فلم ډايريکټر اشوين په ډېر فکر سره جوړه کړې ده.

د فلم لارښود اميت رای دی چې د شوټينګ چارې به يې ډېر ژر پيل سي.

وروستي مطالب