کلتور او هنر

اکشي بل تاوان هم وکړ؛ د فلم د شوټینګ پرمهال اورلګیدنې یو اپارتمان سوځولی

د بالیوډ مشهور فلمي ستوري اکشي کمار د نوي فلم د شوټینګ پر مهال د اور لګېدنې پېښې په کروړونو روپیو تاوان پېښ کړی.

اکشي اوس مهال د یوه جنګي یا اکشن فلم په جوړولو بوخت دی چې دا یې په دا یوه اونۍ کې دویم زیان دی چې ګوري یې.

تر دې پېښې وړاندي اکشي کمار خپله د فلمي صحنو ډکولو پر مهال سخت ټپي شوی و چې بیا ورته د ډاکټر له خوا د استراحت مشوره ورکړل شوې وه.

په تیر ځل د شوټینګ پرمهال د اکشي کمار اوږه ټپي شوې وه، خو سره له دې چې ډاکټر ورته د استراحت مشوره ورکړي او د شوټینګ د بندولو یې ورته ویلي وه خو ده خپل کار ته دوام ورکړ او ویې نه غوښتل چې د فلم په ډګولو کې دې وقفه رامنځته شي.

دغه فلمي ستوري په بالیوډ کې په ډېرې خوارۍ کې مشهور دی او ویل کیږي چې دا هغه اداکار دی چې تر عملې وړاندې کار ته حاضریږي.
د اکشي راتلوونکی فلم ورپسي سر له اوسه ښه نه دی تللی، ځکه یو ځل دی ټپي شو، خو دا ځل یې د شوټینګ پر مهال د شوټینګ ځای اور اخیستی او پوره اپارتمان له خاورو سره خاورې شوی.

د (کیسری) فلم شوټینګ اوس مهال د هندوستان په مهاراشټرا په یوه څنډه کې دوام لري، دا هماغه ځای دی کوم چې څو ورځې وړاندې پکې اکشي کمار هم ټپي شوی.

د هندوستان رسنۍ وایي پېښه د فلم د ډکولو پر مهال د بم چاودنې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې څو برچې د ودانۍ خواته ور وغورځېدلې او نه یوازې دا چې ودانۍ ویجاړه شوه بلکې پکې شته د کروړونو روپېو سامان الاتو هم اور اخییستی او له منځه تللي دي.

رپوټونه وایي چې د اور لګېدو سره سم د اور مړ کېدو موټرو ته خبر ورکړل شوی، خو تر راتګ وړاندې هر څه سوځېدلې ول.

رسنۍ زیاتوي، په دغه اورلګېدنه کې که څه هم زیات زیان اوښتی، خو ښه خبره دا ده چې هېڅ ځاني زیان نه لري.

(کیسری) د اکشي کمار راتلوونکی فلم دی چې د نوموړي تر څنګ به پرنیتي چوپړا هم په دغه فلم کې مرکزي رول ولوبوي.

ویل کیږي دغه فلم به را روان کال په مارچ میاشت کې نندارې ته وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی