مارچ 6, 2021

اکسفورډ پوهنتون سبا د کرونا ویروس واکسین آزمايي

Advertisements

بریټانیا خبر ورکړی، چي د کرونا ویروس په وړاندي ئې واکسین جوړ کړی او سبا پنجشنبه به په رسمي ډول پر انسانانو وازمایل شي.
د بریټانیا روغتیا وزیر مټ هانکوک خبر ورکړی، چي په انسانانو باندي د کرونا ویروس د واکسینو ازموینه به سبا د پنجشنبې په ورځ پیل شي.
مت هانکوک زیاته کړه، چي دا ازموینه د بریټانیا په نړیوال پوهنتون اکسفورډ کي ترسره کیږي او له هغه وروسته به ئې پایله ډېر ژر د روغتیا نړیوال سازمان سره هم شریکه کړي.
نوموړي ویلي، چي دولت ئې د واکسین په جوړولو کي هر ډول هڅي کوي او اعلان ئې وکړ، چي آکسفورډ پوهنتون ته به په همدې موخه ۲۰ میلیونه پونډه د کار تر بریاليتوبه وروسته ورکړي.

د وروستیو راپورونو له مخې په ټوله نړې کې ۲۵۵۶۷۴۵ کسان تر دې دمه په کرونا اخته شوي دي او ۱۷۷۶۱۹ کسه یې مړه کړي دي.
همدا راز ۶۹۰۳۹۳ کسه بېرته ترې جوړ شوي هم دي. په امریکا کې د مړینې او اخته کسانو شمېره تر ټولو لوړه ده. په دغه هېواد کې تر اوسه ۸۱۸۷۴۴ کسه په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۴۵۳۱۸ یې مړه شوي دي.
همدا راز اسپانیه کې ۲۰۴۱۸۷ کسان په کرونا اخته دي او ۲۱۲۸۲ یې مړه کړي دي. ایټالیا کې ۲۴۶۴۸، فرانسه کې ۲۰۷۹۶، برېتانیا کې ۱۷۳۳۷، جرمني کې ۵۰۸۶، ایران کې ۵۲۹۷، ترکیه کې ۲۲۵۹ او بلجیم کې ۵۹۹۸ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي