
د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د توپوهني برخي نوی ټاکل سوی روزونکی ایچ ډي اکرمن په خپلو تازه څرکندونو کي ویلي، چي د ملي لوبډلي ښکلا په دې کي ده، چي تر وروستیو لوبغاړو ئې د توپوهني وړتیا لري.
ایچ ډي اکرمن د ملي لوبډلي پر هر اړخ ډېري څرګندوني کړي او ملي لوبډله ئې خورا ستایلې.
هغه ویلي په دې باوري یم، چي افغان لوبډله ډېر لوړ استعداد لري او هیله لرم، چي راتلونکي کي د ډېر وخت لپاره د افغان لوبډلي سره یو ځای کار وکړم.
اکرمن زیاته کړه(( په دې ورستیو کلونو کي مي د افغانستان ډېر لوبغاړي لیدلي او څارلي، د کرکټ په نړۍ او یا هم د کرکټ لوبو کي لوبیږي، په دغه لوبډله کي شامل دي او له وړاندي په دې پوهیدم، چي په دې لوبډله کي څو غوره لوبغاړي شتون لري، خو څه چي زه یې ګوته په غاښ کړم او زړه راښکونکي دي، هغه په حساسو شیبو او د اړتیا پر مهال د افغان لوبغاړو لخوا په شل اوریزه لوبو کي د شپږیزو او څلوریزو جوړولو بیساری صلاحیت دئ، چي له امله یې دوی کولی سي له هري پیاوړي لوبډلي سره ځان برابر کړي)).
ایچ ډي اکرمن د یادو څرګندونو ترڅنګ دا هم ویلي، چي د ملي ټيم ټول لوبغاړي لیوالیتا لري، چي د کرکیټ په برخه کي لا ډيري زده کړي وکړي او دا پوهه ولري، چي دوی کوم ځای ته رسېدل غواړي.
د هغه په خبره، هڅه به وکړي، لومړی د ټولو افغان لوبغاړو سره په سم ډول وپېژني او له هغه وروسته له یو بل څخه د زیاتو شیانو په زده کولو کي لاري اسانیږي.
د ملي لوبډلي دې روزنکي وویل(( باوری یم، چي د افغان لوبډلي ښکلا په دې کي ده، چي تر وروستېو لوبغاړو یې د توپوهنې وړتیا لري، ددغې لوبډلې هر لوبغاړی کولای سي توپوهنه وکړې، نهم، لسم، او یوولسم شمیره لوبغاړي هم په توپوهنه کي خپله برخه اضافه کولی سې)).
ایچ ډي اکرمن د سویلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی دئ، چي ۴۶ کلن دئ او یوه میاشت مخکي د افغان کرکیت ملي لوبډلي د توپوهني برخي روزونکی وټاکل سو.
نوموړی په ۹۰مه لسیزه کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندې په څلور ټېسټ سیالیو کې هم لوبېدلی او تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د انګلستان په کاونټي کرکټ سیالیو کې لوبه کړې ده.
اکرمن د کرکټ په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له ۲۰ زره زیاتې منډې کړې دي او په مسلکي کرکټ کې یوه پېژندل شوې څېره ده.
نوموړي د سویلي افریقا په کورني کرکټ کې هم د روزنې په ډګر کې د الف، او ایمرجېنګ کرکټ ملي لوبډلو سره د مشر او توپوهنې د روزونکي او همدارنګه د نامیبیا کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.
د سویلي افریقا یاد توپوهونکی بیا په ۲۰۰۵ کال کې د یوه تړون له مخې، له سویلي افریقا انګلستان ته کډه شو او هلته د لیسټرشایر کرکټ د کاونټي لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.