اپریل 19, 2021

اپل؛ بازار ته د نوي ایپډ وړاندې کولو نېټه په ډاګه کړه

د اپل کمپنۍ دغه نوی ایپډ پرو به له ۱۲.۹ اېنچ اندازې سره په راتلونکي میاشت کې نندارې ته وړاندې کېږي.

له بلومبرګ څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د اپل امریکايۍ کمپنۍ به د ایپډ پرو نوی ماډل چې نوی پراسیسور او پياوړې کېمره لري د روان کال په اپرېل کې نندارې ته وړاندې کړي.

د بلومبرګ په وينا، اپل کمپنۍ به نوي ټبلیټونه بازار ته وړاندې کړي چې په دغو تبليټونه کې میني ایپډ او پرو ایپډونه شاملېږي. نو پر دې بنسټ، ایپډ ميني به تر اوسنیو هغو ستر وي، خو تر اوسه يې لا اندازه نه ده شوې.

خو بل لوري ته د ایپډ پرو اندازه ټاکل شوې او د ۱۱ او ۱۲.۹ اېنچه سکرین په درلودلو سره د کاروونکو لاسرسۍ وړ وي.

دغه ټبلیټ به په لوړه کچه له Mini LED ټېکنالوژۍ څخه برخمن وي او د او پردې د رڼا کېدو کيفيت به ولري.

د دغه نسل له ټبلیټونو څخه چې د يوې بلې ځانګړنې تمه کېږي هغه د ټانډربولټ ځای پر ځای کېدل دي.

ټانډربولټ د دې امکان برابروي چې ایپډ پرو له نورو دستګاوو سره د بېلګې په ډول له مانيټور، د زېرمه کوونکو سیسټمونو او له څو پورټ لرونکي ډاکونو سره ونښلول شي.

د دغې دستګاه ظاهري بڼه له USB – C دستګاه سره دومره توپیر نه لري او کولای شو د چارج د کېبل د نښلولو لپاره هم ترې کار واخلو.

تر دې مهاله له ټانډربولټ څخه یواځې په وينډوز لرونکو او مک کمپيوټرونو کې ګټه اخیستل شوې ده، خو USB-4 د نښلېدو د وړتیا له امله به، په ډېرې چټکتيا او سم ډول له نورو دستګاوو سره وصل شي.

وړاندې تر دې اپل کمپنۍ M1 ټیبلېټونه او کمپیوټرونه USB-4 وړتیا درلودونکي جوړ کړي وو.

که چېرې د اپل کمپنۍ په ایپډ پرو کې د دغې دستګاه کارولو ته مخ کړي، کېدای شي اپل کمپنۍ له دغې دستګاه څخه په انډرويډ سیسټم ماډلونو او ان په مبایلونو کې کار واخلي.

وړاندې تر دې ځینو ستونزو د بېلګې په ډول د چيپ مدارونه، د انرژۍ لګښت او لوړې بیې د اپل کمپنۍ د محصولاتو توليدوونکي دې ته نه پرېښودل چې په خپلو محصولاتو کې ټانډربولټ وکاروي.

د بلومبيرګ په راپور کې A14X چېپ ته په ایپډونو کې د M1 له پياوړتیا سره اشاره شوې چې پخوانیو تجربو ته په پام په ټبلېټونو کې به د دغو چېپونو کارول د ایپډونو په وړتیا کې د پام وړ بدلون را منځته کړي.