ايډز يا HIV وپيژنئ،او څرنګه يې ناروغي بدن ته ليږدول کيږي.

ژباړه: شپنه سلګۍ
ايډز يوه وژونکې ناروغي ده او په ټوله نړۍ کې د بشريت په نفوس ډيره لويه او ناوړه اغيزه لري.
او د نړۍ هيڅ هيواد ترې خوندي او ژوغورلى نه دى ډيره مهمه موضوع داده چې دغه ناروغي بايد پراختيا ونه مومي دHIV ويروس د انسان د معافيتي سيستم ويجاړونکى ويروس دى چې خطرناک ډول يې HIV -1په نوم ياديږي
دې ورته يو بل ويروس يې دHIV -2 په نوم ياديږي چې معافيتي سستم ځپلى شي خو د HIV -1 په پرتله دومره تيرى کوونکى نه دى او يوازې په غربي افريقا پورې تړلى پاتې دى،د ويروسونه د انسان د بدن ځينې انساج د ټول عمر له پاره په ناروغۍ اخته کوي،که چيرې لازمه درملنه يې ونه شي د انسان د مړينې سبب هم کيږي.
دا ناروغي د لومړي ځل له پاره په 1981 ميلادي کال د اوړي په موسم کې د امريکا پلاس انجلس کې په پنځو نارينه و کې چې ځينې نورې ناروغۍ هم درلودې وپيژندل شوه په ټوله نړۍ کې 2005 کال پورې’3; 40 ميلونه په منځنۍ کچه7 ;63 ميلونو څخه تر3; 45 ميلنو پورې وګړې په دې رنځ اخته دي چې دوه پر درې د افريقا اوسيدونکي دي،چې %50 ښځې دي او5 ;2 ميلونه ماشومان چې عمرونه له پينځلس کلونو کم دي له دې ناروغۍ څخه کړيږي.
د HIV ويروس د سپينو کروياتو په ځانګړې ګروپ حمله کوي هلته تکثر کوي په پاى کې د وجود دفاعي ځواک کميږي تر دې اندازې چې د ايډز په ناروغۍ اخته کسان د ډير کوچني عضونت سره د مقابلې وس نه لري او دومره کمزورى کيږي چې د بکتريا يي يا ويروسي ناروغيو له امله له منځه ځي.
د ايډز نښې
بدن ته د ايډز د ويروس د ننوتلو له وخت څخه د دې ناروغۍ د نښو تر ښکاره کيدو پورې ښايي د شپږ مياشتو څخه تر لس مياشتو دوام وکړي په دغه موده کې سره له دې چې شخص روغ معلوميږي خو ناروغي خپل پړاونه د انسان په بدن کې تر سره کوي او کولاى شي نو خلک په ويروس ککړ کړي د HIV تشخيص يوازې د وينې د ازمايښت د تر سره کولو له لارې شوى دى تر دې ټولو زياته او څرګنده نښه يې د وجود د وزن د 10 او يا 20 سلنه پورې بايلل دي،
د يوې مياشتې څخه زيات دوامدار اسهال او د يوې مياشتې څخه زياته تبه يې هم نښې دي
بدن ته د ايډز د ناروغۍ انتقال
1 -د ايډز په ويروس باندې د ککړې وينې اخيستل او د خال وهلو د وسايلو له لارې دغه ويروس روغ کس ته انتقاليږي
2 -د جنسي تماس له لارې د ناروغ کس نه روغ کس ته د HIV ويروس داخليږي
3 -د اميدواري،زيږيدو او شيدو ورکولو په وخت کې ماشوم ته له اخته مور څخه ويروس ليږدول کيږي.