ليکنه: مدثر دعوت
سبا د اسيايي کريکټ لوبډلو ترمنځ د ايمرجينګ جام سيالۍ پيليږي.
د ايمرجينګ جام سيالۍ د ۸ هیوادونو ترمنځ چي ۵ بشپړغړيتوب لرونکي او ۳ دويمه دریمه درجه هيوادونه دي، په ۲ ګروپونو کي چي په A او B ويشل سوي د بنکلديش هيواد يې کوربتوب کوي.
په A ګروپ کي د تيرکال اتله لوبډله سريلانکا،افغانستان ،عمان او پاکستان لوبډلي شاملي دي.
همدارنګه په B ګروپ کي هنکانګ،نيپال، بنګلديش او هندوستان لوبډلي شاملي دي.
د ايمرجينګ کپ ټولي سيالۍ د سهار په ۰۹:۰۰ بجې پيليږي،چي لومړۍ لوبه يې سباسهار د افغانستان او پاکستان ترمنځ ده.
د هر ګروپ څخه دوې لوبډلي نيمه پايلوبي ته لار پيداکولای سي.
نيمه پايلوبي د نومبر مياشتي په ۲۰مه او ۲۱مه نيټې همدارنګه پايلوبه د همدې مياشتي په ۲۳مه نیټه ترسره کيږي.
تير کال ددې لوبو نيمه پايلوبي او پايلوبه پر ټلویزیون خپرې سوې خو د سږ کال لپاره معلومات تر اوسمهاله نسته.
افغان لوبډله سبا خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان په وړاندي سهار نهه بجې ترسره کوي.
افغان لوبډلي څو ورځي وړاندي د سميع الله شينواري په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله د يادو سياليو لپاره اعلان کړه.
د ايمرجينګ کپ سياليو لپاره د افغان لوبډلي نوملړ:
سميع الله شينواری،منيراحمد کاکړ،عبدالمالک،نجات مسعود،ناصرعمر،بهيرشاه،طاريق ستانکزی،درويش رسولي،وحيدالله شفق،شاهدالله کمال،عظمت الله عمرزی،وفادار مومند،شوکت زمان،عبدالواسع او يوسف ځاځی.
افغان لوبډله لومړۍ لوبه سبا د پاکستان دويمه لوبه د رواني مياشتي په ۱۶مه نيټه د عمان او دريمه لوبه په ۱۸مه نيټه د سريلانکا سره لري.