ايلايز پيري د دويم ځل لپاره د کال غوره کريکټره ونومول سوه!

ليکنه: مدثر دعوت
د اسټراليا کريکټ ښځينه الراونډره ايلايز پيري د دويم ځل لپاره د غوره ښځينه کريکټري ايوارډ وګټی.
پيري د ۲۰۱۹ز کال د د ريچل هيهيو فلينټ په نوم ښځينه ايوارډ او همدارنګه د يو ورځنيو لوبو د غوره کريکټري جايزه هم وګټله.
همدارنګه اليزا هيلي بيا د دويم ځل لپاره د د ښځينه شل اوورويزو لوبو د غوره کريکټري ايوارډ وګټی.

ميګ لنينګ بيا د ۲۰۱۹ز کال ښځينه کريکټ د يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو د غوره لوبډلمشري ايوارډ وګټی.

دا د ۲۹ کلني ايلايز پيري لپاره يو په زړه پوري کال دی.
نوموړي په ۲۰۱۹ز کال کي ۳ سليزي وهلي چي يوه يې په اشيز ټيسټ لوبو کي او ۲ نوري يې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي وهلي.
پیري په روان کال کي ۲۱ يو ورځنۍ ويکټي اخيستي چي تر ټولو ښه توپ اچوونه يې د ۲۲ منډو په مقابل کي ۷ ويکټي دي چي په ټول کريکټ کي څلورم ځای لري.
همدارنګه پيري لومړنۍ کريکټره سوه چي په نړيوالو ۲۰ اووريزو لوبو کي يې ۱۰۰ ويکټي او ۱۰۰۰ منډي پوره کړې،چي تر اوسه نه کوم نارينه کريکټر او نه هم ښځينه کريکټر پدې ريکارډ جوړولو توانيدلې.

د ايلايز پيري په ۳ کلونو کي دا دويم ځل دی چي د هيهو فلينټ ايوارډ ګټي.
پيري وايي دا زما لپاره د تعجب وړ خبره ده چي يو ځل بيا د ايوارډونو ګټونکې کيږم او روان کال زما لپاره په زړه پوري وو،خوند مي ترې واخيست او د اسټرليا ټيم ته مو ډيري لوبي وګټلې.
دا د خوشحالۍ ځای چي راتلونکی ۲۰ اووريز نړيوال جام زموږ په کور کي ترسره کيږي او زموږ هدف پايلوبه ده.
د اسټراليا ښځينه کريکټ ۵ لوبغاړي د يو ورځنيو او ۴ لوبغاړي د شل اووريزو لوبو د غوره لوبډلو په سکواډ کي راغلي.