ايا تر اوسه مو فکر کړی چې هره وريځ څومره وزن لري؟

موږ او تاسې د طبیعت په اړه پوهېږو، پېژنو یې او په ورځني ژوند کې هره ورځ له طبیعت نه ګټه اخلو. کېدای شي د طبیعت د ډېرو برخو په اړه ډېر معلومات ولرئ، و یې پیژنئ او ځانګړنې یې درته معلومې وي.

وريځ د هوا له سړېدو سره سم هغه مهال جوړېږي چې فضا کې هوا ونه شي کولای په خپل منځ کې بخار ځای کړي، په دې حالت کې بخار د اوبو په بڼه سره يو ځای کېږي او وريځ منځته راځي.

وريځ د طبیعت يوه لويه برخه ده، تاسو ارومرو وريځ پېژنئ او کېدای شي د ځانګړنو په اړه یې هم معلومات ولرئ، خو کله مو د وريځو د وزن په اړه فکر کړي؟ په غالب ګومان به ستاسو ځواب “نه” وي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د وریځو د وزن په اړه معلومات درکړو.

کېدای شي تر اوسه په دې نه پوهېدئ چې زموږ پر سر په اسمانونو کې شته هره وریځ په میلیارډونو کيلو ګرامه وزن لري، دا ځکه چې هره وریځ د اوبو له پریمانه کچې نه جوړه شوې ده او په معمولي ډول د اوبو وزن تر هر بل څیز ډېر وي.

په منځني ډول يوه معمولي وريځ کابو ۵۰۰ زره کیلو ګرامه وزن لري، خو هغه وريځ چې په پای کې یې توپان رامنځته کېږي د دې لپاره چې په دننه کې یې له کچې زیاتې اوبه وي کابو يو ميليون کيلو ګرامه وزن لري او شاوخوا د سل پيلانو له وزن سره برابرېږي.

کېدای شي د لیکنې تر لوستلو وروسته مو فکر کړی وي چې ولې وريځې له دومره ډېر وزن سره ځمکې ته نه راولېږئ، د دې پوښتنې ځواب دا دی چې په هوا کې د وريځو لاندې يو سطحه د اټموسفير په نامه شتون لري چې نه پرېږدي وريځې ځمکې ته وغورځېږي.