اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه

اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه.

د راپورونو له مخې امریکا د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰ ټنه وسلې او مهمات اوکراین ته لېږلي او وایي دا د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرتو عسکرو ته ورکول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي روسیه سل په سله هڅه کوي چې پر اوکراین برید وکړي نو دوی باید خپلې تیارۍ ولري.

بلخوا یې د ناټو غړو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې اوکراین ته امریکايي وسلې ورکړي.

روسیې په وروستیو کې اوکراین سره څېرمه پولو ته سل زره عسکر ځای پر ځای کړي او وایي ناټو دې اوکراین ته غړیتوب نه ورکوي او دغه سازمان دې د روسیې په لور له پرمختګونو ډډه وکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په جنیوا غونډه کې سره وکتل او د اوکراین په اړه یې خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې امریکا او روسیه د خپلو اختلافاتو د حل کولو تمه نه لري.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دغه خبرې اترې ګټورې بللې دي.

له خپل روسي سیال سره له پرونۍ لیدنې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له متحدینو سره پر روسيې د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره په یوه سفر تللی و.

لاوروف له بلېنکن سره تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته یو ځل بیا په تکرار سره ویلي، چې هېواد يې پر اوکراین د برید هیڅ اراده نه لري، خو وایي د خپل امنیت ضمانت حتمي غواړي چې په هغه کې اوکراین ته د ناټو غړیتوب نه ورکول هم شامل دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله