اوکراین: تر اوسه مو پنځه روسي الوتکې او یوه چورلکه راپرځولې 

وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید فرمان صادر کړ، د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې تر اوسه پورې یې د روسیې پنځه جنګي الوتکې او یوه چورلکه را نسکورې کړې دي.

هغه زیاته کړې ده چې دوی د خپلې خپلواکي لپاره له هیڅ راز خطرونو نه وېرېږي او څو پورې چې ژوندي وي د خپلې خاورې د لوېشت لوېشت دفاع به کوي.

نوموړي له خپلو هېوادوالو هم غوښتي چې خپل یووالی او ارامښت وساتي.

هغه ټینګار کړی دی چې روسیې تېری کړی او دوی به هیڅکله د یرغلګرو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وروسته تر هغه چې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې یې نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ وبلل، پر خپل ټویټر یې د اوکراین کړکېچ ته په اشارې له پوتین څخه غوښتنه کړې ده چې خپل ځواکونه بېرته روسیې ته ستانه کړي.

ګوتریش پوتین ته په خطاب کې ویلي چې د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه.

هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین شخړه باید همدا اوس پای ته ورسېږي ځکه چې د ده په خبره، دا به یوازې اوکراین نه بلکې ټوله سیمه او نړۍ له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله