اوښکې وزن نه لري، خو په تويېدلو يې زړه سپکېږي

د اوښکو تويېدل کله ناکله بې اختياره شي او د انسان په زړه کې د دردونو او غمونو تېرېدل د اوښکو د بهېدلو لامل کېږي.
د اوښکو تويول د ځان لپاره د ضعف ټکى مه احساسوئ، بلکې په خپلې ژړا کولاى شئ زړه مو سپک کړئ او د ارام احساس وکړئ.
کله، چې تاسو ژړا زړه ته ښکته کوئ او نه غواړئ، چې اوښکې مو وبهېږي نو دا کار به تاسو ته په راتلوونکې کې د سترې ناروغۍ لامل شي.
ځکه چې په زړه بوج ډېرېدل د سرطان ناروغۍ لامل کېدای شي.
که غواړئ چې زړه مې سپک وي او د زړه له بېلابېلو ناروغيو څخه وژوغورل شئ، نو چې کله هم ژړا درتله نو په داسې ځاى کې، چې څوک نه وي د زړه له تله وژاړئ.
دا کار به تاسو ته ذهني سکون هم درکړي.
د اروا پوهنې د علم د برخې پوهان وايي، کله چې ژړا درشي او تاسو غواړئ خپله ژړا او اوښکې پټې کړئ، نو دا کار به تاسو ته اروايي ضربه درکړي، تاسو به د ذهني فشار لاندې ياست او فکر به مو پاشلى وي.
خپلو کارونو ته به په سمه توګه نشئ رسېدلى، غمګين به ياست، خبرې به درنه هېريږي.
نو کله چې د اوښکو د نه تویېدلو له وجې دومره س
لويې ستونزې راولاړېږي، نو بيا ولې د خپل ځان سره ظلم کوو، راځئ د خپل صحت او روغتيا لپاره خپلې اوښکې بندې نه کړو