انګلۍ څه ډول ژانر دی؟

افغانۍ ټولنه او په ځانګړي ډول د پښتني ژوند دودونه د ډېرو فولکلوري ژانرونو زېږنده ده، چې یو له هغې څخه د انګۍ په نوم ژانر دی.
کله چې نجلۍ  ودېږي او د پلار له کور څخه رخصتېږي نو دا صحنه د هر چا لپاره خورا غمجنه وي، خو د خپلې نجلۍ لپاره چې د پلار له کور څخه ځي، او د خاوند کره به نوی ژوند جوړوي، ډېر دردونکې وي. په تېره بیا په پخوا وختونو کې چې د اوسني ژوند امکانات شتون نه درلود، او چې نجلۍ به واده شوه، نو ډېر وخت وروسته به د خپل پلار کور ته راتله او د بیا لیدلو وخت کې به یې کلونه کلونه فاصله منځ کې راتله.
دا په پښتنو کې یو دود ده، چې د ناوې تلو په وخت کې کومې اوښکې چې له سترګو یې بهېږي، او نورې خپلې خپلوانې یې د ناوې په تګ هغه د زړه خپګان په سندریز ډول لکه د ناوې د ورو ورو قدمونو سره مل کوي.
د پلار له کوره د ناوې د تګ پر مهال ویونکي ژانر ته انګۍ وایي.
کله چې ناوې د پلار له کوره رخصتېږي نو انګۍ د اوښکو، ژړا، سلګیو، یو ګډ اهنګین امتزاج دی.
د انګۍ نور نومونه د هوۍ سندرې، چوغیان او ونګی ديو چې ونګی  له ونګېدو څخه اخیستل شوې ده.
انګۍ په ادبي لحاظ هغه ژانر د سیلابیز جوړښت له مخې ډېری وخت نهه څپیزې وي، خو د مسرو شمېر یې د ویونکي پورې اړه لري او تر هغه وخته چې ناوې د پلار له کوره رخصتیږي، ښځې یې په ځانګړي سوز کې دوام ورکوي.
د بیلګې په ډول:
الف: سپینه ټیکریه، کفن مې ته شې
تنګه کمیسه، ازاد به نه شې
د بابا کوره پیدا به نشې
ب: د سپینې خونې پر وره ورځي
ادې دې راشي، که ورا ځي
ګرانې تړلې په راغلګي دي
ادې وه ډېره په باوري

وروستي مطالب