انګلستان په ۲ منډو سویلي افریقا ته ماته ورکړه!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د انګلستان او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون جمعه دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي انګلستان په ۲ منډو توپير یاده لوبه وګټله او لړۍ ئې مساوي کړه.

په یاده لوبه کي لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، انګلستان په ټاکلو شل آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکی.
د انګلستان لپاره بین سټوکس ۴۷،  جېسن رای ۴۰، موني اعلي ۳۹ او جوني بریسټو بیا ۳۵ منډي جوړي کړې.

د انګلستان درې لوبغاړي لینګي نیګیدي، دوه لوبغاړي پهیلوکوا او یو ـ یو لوبغاړی بیا تبریز شمسي او پریتورزي وسوځول.
کله چي د سویلي افریقا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو دې لوبډلي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۲ منډي جوړي کړې او په دوو منډو ئې د انګلستان څخه ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي د سویلي افریقا لپاره ډي کوک ۶۵، رېس وان ډي ډرسن ۴۳، تمبا بووما ۳۱ او دېوان پریټوریس بیا ۲۵ منډي جوړي کړې.

د انګلستان لپاره ټام کورن، جارډن او مارک ووډ دوې ـ دوې ویکیټي واخیستې.
خو یو لوبغاړی بیا بین سټوکس وسوځاوه.
په دې سره د انګلستان او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالو لړۍ یو ـ یو مساوي سوه.
د لړۍ په لومړۍ لوبه کي بیا سویلي افریقا په یوه منډه انګلستان ته ماته ورکړې وه.
اوس به دا دوه هیوادونه د لړۍ وروستۍ او پاینل لوبه سبا یکشنبه مازدیګر ۵ بجې ترسره کړي.
که هر هیواد سبانۍ لوبه وګټله، نو د لړۍ کپ هغه هیواد ته ورکول کیږي.
تر دې لړۍ مخکي دې دوو هیوادونو د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړه، چي پکښي یوه لوبه انګلستان او یوه لوبه بیا سویلي افریقا وګټله، خو یوه لوبه بیا د اورښت له امله بې پایلي سوه، چي هغه لړۍ یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.