انګلستان له سریلانکا څخه شل اوریزه لوبلړۍ وګټله

 

د سریلانکا کرکټ لوبډلې انګلستان ته د درې شل اوریزو او درېیوو یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د جون په ۲۳ مه د تېرې چهارشنبې په ماخستن انګلستان په ۸ وېکټو وګټله او جاس بټلر د ۶۸ ناسوځېدلو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دې لوبه کې سریلانکا، انګلستان ته ۱۳۰ منډې هدف ورکړی و.

دویمه لوبه د پنجشنبې په ماخستن ترسره شوه، چې دې لوبه کې یو ځل بیا سریلانکا د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۱ منډې وکړې.

د انګلستان په پاڼۍ کې لوبه د باران له امله ۱۸ اورونو ته راښکته شوه، انګلستان په ۱۶ اعشاریه یو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ او لیام لېوېنګسټن د ۲۹ ناسوځېدلو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دواړه لوبډلې د راتلونکې یکشنبې په ورځ درېیمه شل اوریزه لوبه کوي.

 

د یو ورځنیو لوبو پیل او پای

د انګلستان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره د درې یو ورځنیو لوبو پیل د جون په ۲۹ مه د راتلونکې سه شنبې په ورځ پیلوي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیلیږي.

دویمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په لومړۍ نېټه مازیګر ۴ نیمې بجې پیلوي او درېیمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۴ مه په برېسټول لوبغالي کې ترسره کوي، دا لوبه د ماسپښين په دوه نیمو بجو پیلیږي.

د سریلانکا لوبډله په یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې نهم مقام لري او افغانستان لسم ځای کې دی.

د سریلانکا نومرې ۱۸۷۶ دي او د افغانستان نومرې ۱۰۵۴ دي.

په شل اوریزو لوبو کې افغانستان اووم مقام خپل کړی دی، نومرې ۲۸۲۶ دي او سریلانکا اتم مقام کې ده او نومرې یې ۳۳۹۱ دي؛ خو رېټېنګ د افغانستان ۲۳۶ دي او د سریلانکا ۲۲۶ دي.

بل پلو انګلستان په شل اوریزو لوبو کې لومړی ځای خپل کړی او یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان لوبډله څلورم ځای کې ده.