انګلستان د سریلانکا لوبډله کلین سويپ کړه

د سریلانکا لوبډلې چې انګلستان ته د دريو شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی، د شنبې په ماخستن یې درېیمه شل اوریزه لوبه هم په لوړ توپیر وبایلله او له دې سره کلین سويپ شوه.

لومړۍ لوبه انګلستان د تېرې چهارشنبې په ورځ په ۸ وېکټو ګټلې وه، دویمه شل اوریزه لوبه یې په ۵ وېکټو پنجشنبې په ماخستن وګټله او درېیمه شل اوریزه لوبه یې د شنبې په ماخستن په ۸۹ منډو ګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی ډېوېډ مېلن او د ټولې لوبلړۍ غوره لوبغاړی سېم کرن ونومول شو.

درېیمه شل اوریزه لوبه او د سریلانکا ماته

دې لوبه کې انګلستان لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د جاني بېرسټو ۵۱ منډو او د ډېوېډ ملن د ۷۶ منډو په مرسته د ۶ وېکټو په نقصان سره ۱۸۰ منډې وکړې.

دوشمنتا چمیرا د انګلستان څلور لوبغاړي وسوځول.

سریلانکا په ۱۸ اعشاریه ۵ اورونو کې د ټولو وېکټو په لوېدو سره د بېنورا فرنېنډو د ۲۰ منډو په مرسته ۹۱ منډې وکړې او لوبه ترې په ۸۹ منډو انګلستان وګټله.

دواړه لوبډلې د درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ د جون په ۲۹ مه ماسپښین ۲ نیمې بجې پیلوي.

د انګلستان لوبډله او شل اوریز توازن

د انګلستان کرکټ لوبډله اوس له هرې زاویې برابره ده، لوبغاړي یې ځوان او پُر انرژي دي.

جېسن رای د نړۍ یو چټک توپوهونکی دی، جاني بېرسټو داسې یو توپوهونکی دی، چې تر پنځه اورونو ودرېږي، د لوبې اړخ بدلوي.

ډېوېډ ملن د نړۍ مخکښ او شل اوریزو لوبو کې لومړی درجه توپوهونکی د دې لوبډلې برخه دی.

لیام لېوېنګسټن، مورګن او معین علي ورسره نور پیاوړي لوبغاړي دي.

دا یې د توپ وهنې برخه وه.

د الراونډرانو په برخه کې ورسره کرېس ووکس، معین علي، سام کورن، ټام کورن موجود دي.

د توپ اچونې برخه کې ورسره د مارک ووډ، جوفراارچر، کرېس جورډن ډېوېډ ویلي شتون لري.

او په سپېن بالېنګ کې ورسره عادل رشید د نړۍ یو غوره لېګ برېکر ملاتړی دی او معین علي بیا په اف برېک توپ اچونه کې پیاوړی دی.

نو د انګلستان لوبډله اوس په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبوکې ډېر مناسب لوبغاړي لري او کله چې یې هم توپوهونکي فوم کې وي، بیا نو د مقابلې لوبډلې د توپ اچونې ملا ماتوي.

دا لوبډله په شل اوریزو لوبو کې لومړۍ ده او په یو ورځنیو لوبو کې څلورم ځای کې ده، خو له سریلانکا څخه درې یو ورځنۍ لوبې وګټي، تر دویم مقام مخکې راتلی شي.