
سپورټ یاران
د اسټرالیا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په مازیګر ۴ نیمې بجې پیل شوه.
انګلستان لومړی توپوهنه وکړه، خو د دې لوبډلې یو توپوهونکی هم په نیمه سلیزه وهلو بریالی نشو.
د انګلستان کرکټ لوبډلې لپاره یواځې ایئن مورګن ۴۲ منډې وکړې.
دې لوبډلې ۲۳۱ منډې وکړې، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۵۰ اورونه یې ولوبول.
اسټرالیا کرکټ لوبډله په لومړیو کې یواځې په لوبډلمشر اېرون فېنچ تکیه وه؛ ځکه دې له پیل څخه ډېر ښه روان و، هغه ۷۳ منډې وکړې، په ټاپ ارډر کې ورسره په څلورم مقام مرنیوس لبوس شېن ۴۸ منډې وکړې.
دې دوو لوبغاړو اسټرالیا ته د بري یو څه هیلې ورکړې او د لوبلړۍ د ګټلو خوبونه یې رښتیا کېدو ته نږدې شول.
خو د انګلستان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې برخه د لوبې ګټونکې شوه، درې بالرانو جوفر ارچر، کرېس ووکس او ټام کورن هغه بالران دي، چې درې، درې وېکټې یې واخېستې او د اسټرالیا د توپوهنې ستنې یې ونړولې.
په منځنۍ برخه کې د اسټرالیا دوه پیاوړي الرونډران، مېچل مارش او ګلېن مکسوېل په یوه، یوه منډه وسوځېدل.
په منځنۍ برخه کې د الراونډرانو او هیټرانو ښه لوبه لوبډله تر بري رسوي.
لومړۍ لوبه کې هم مارش او ګلېن مکسوېل په خپلو اویا جمع منډو جوړولو سره د اسټرالیا هدف تر ۲۹۴ پورې ورساوه.
د اسټرالیا کرکټ لوبډله په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د هدف په پوره کولو کې ناکامه شوه.
دې لوبډلې په ۴۸ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۲۰۷ منډې وکړې او لوبه ترې انګلستان په ۴ منډو وګټله.
جوفرا ارچر، ټام کورن او کرېس ووکس درې، درې وېکټې واخېستې.
د لوبې غوره لوبغاړی جوفرا ارچر وپېژندل شو.
که وګورو انګلستان د دې لوبې دفاع په بالېنګ سره وکړه او سیریز یې برخلیک ټاکونکې لوبې ته ورداخل کړ.
د انګلستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو نومرې او مقامونه
انګلستان کرکټ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې ۵ زره ۳۴۷ نومرې لري، رېټېنګ یې ۱۲۴ دی او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
د اسټرالیا کرکټ لوبډله ۳ زره ۷۶۷ نومرې لري او رېټېنګ ۱۰۸ دی، په درجه بنډۍ کې پنځم نمبر لوبډله ده.