ليکنه: مدثر دعوت
په نړيوال جام کي لوبيدل د هر کرکيټر لپاره لوی ارمان وي.
ځيني لوبغاړي په ډير کم وخت کي تر نړيوال جامه ځي،پکښې لوبيږي او يو لوی ارمان يې پوره کيږي.
ځيني لوبغاړي پدې هيله چي په نړيوال جام کي ولوبيږي تر تقاعد پوري رسيږي،ځينو سره کرکيټ بورډ ناځواني کوي، د ځينو خوب ورک سي ، زغم دلاسه ورکړي، او خپل احساسات دلاسه ورکړي،د شاپور ځدران په څير ورباندي خوب ارام سي، د فيسبوک پروفايل ته توره شپه انتخاب کړي، ياهم د تسکين احمد په څير په عام محضر کي وژاړي.
خو ځيني بيا د نړيوال جام سکواډ ته ورشامل سوي وي خو د خپلي سهوي او غلطۍ له کبله دا چانس له لاسه ورکړي او خپل شخصيت ته هم زيان ورسوي.
انګلستانی قوي لوبغاړی اليکس هيلز د راتلونکي ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام د سکواډ څخه پدې خاطر ليري کړل سو چي ناقانونه درمل يې کارولي وه.
اليکس هيلز ته د نړيوال جام څخه د ليري کيدو سزا هغه مهال ورکول سوه چي څو ورځي وړاندي د کرکيټ نړيوالي شورا خبر ورکړ چي نوموړي په لوبو کي ناقانونه درمل کارولي وه نو ځکه يې د ۲۱ ورځو لپاره ورباندي په نړيوال کرکيټ کي د لوبو بنديز ولګوی.
خو انګلستان کرکيټ بورډ ددې ترڅنګ چي د نړيوال جام څخه يې د هيلز نوم وغورځوی همدارنګه يې د ايرلينډ او پاکستان په وړاندي راتلونکو سريزونو د سکواډونو څخه هم نوم ليري کړل سو.
د انګلستان کرکيټ بورډ ويلي چي اليکس هيلز به تر بنديز وروسته بيرته نړيوال کرکيټ ته راستون سي،خو دا لا مالومه نده چي بنديز به تر کومي نيټې پوري وي؟
تر اوسه پوري د هيلز پرځای د بل کوم لوبغاړي نوم د نړيوال د سکواډ لپاره ندی اعلان سوی.
هیلز تر دې مهاله په ۱۱ ټيسټ لوبو کي ۵۷۳ منډي کړي، ۵ نيمه سليزي يې وهلي.
په ۷۰ یو ورځنيو لوبو کي يې ۲۴۱۹ منډي کړي دي، ۱۴ نيمه سليزي او ۶ سليزي يې وهلي.
په ۶۰ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې ۱۶۴۴ منډي کړي، ۸ نيمه سليزي او يوه سليزه يې وهلې.