انګستان يوځل بيا په سوپر اوور کي نيوزلينډ ته ماته ورکړه.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان او نيوزلینډ ترمنځ د ۵ شل اووريزو لوبو لړۍ انګلستان وګټله.
انګلستان د پنځمي شل اووريزي لوبي پچه وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
دا چي لوبه د باران له کبله وځنډيدله نو د لوبڅارانو د پريکړي سره سم اوورونه ۱۱ ته راکښته سوه.
IMG 20191110 112054 انګستان يوځل بيا په سوپر اوور کي نيوزلينډ ته ماته ورکړه.
نيوزلينډ په ۱۱ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۷ منډي هدف وټاکی.
د نيوزلينډ لپاره مارټين ګوپټيل ۵۰، کولين منرو ۴۶ او سيفرټ ۳۹ مڼډي وکړې.
FB IMG 1573367361112 1 انګستان يوځل بيا په سوپر اوور کي نيوزلينډ ته ماته ورکړه.
د انګلستان لپاره سام کرن،ټام کرن،عادل راشيد او ثاقب محمود يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۴۷ منډو هدف په تعقيب د انګلستان لپاره جوني بيړسټو ۴۷، ايون مورګن ۱۷ او او سام کرن ۲۴ منډي وکړې.
IMG 20191110 WA0017 انګستان يوځل بيا په سوپر اوور کي نيوزلينډ ته ماته ورکړه.
نيوزلينډي توپ اچوونکو بولټ،سانټنر او نيشم دوې دوې همدارنګه صودي يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د انګلستان توپ اچوونکي وتوانيدله چي د يوولسم اوور په وروستي توپ ۱۴۶ منډي وکړي او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.
IMG 20191110 112117 انګستان يوځل بيا په سوپر اوور کي نيوزلينډ ته ماته ورکړه.
په سوپر اوور کي انګلستان ۱۸ منډي هدف وټاکی خو په مقابل کي يې نيوزلینډ يوازي ۸ منډي وکړې.
دا د ۵ شل اووريزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه وه چي انګلستان وګټله او د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه جوني بيرسټو ته ورکول سوه.
IMG 20191110 113018 انګستان يوځل بيا په سوپر اوور کي نيوزلينډ ته ماته ورکړه.
د شل اووريزو لوبو لړۍ هم انګلستان ۳–۲ وګټله خو د سيريز غوره لوبغاړی نيوزلينډی الراونډر ميچل سنټنر ونومول سو.
images 2019 11 10T113828.292 انګستان يوځل بيا په سوپر اوور کي نيوزلينډ ته ماته ورکړه.
انګلستان د نيوزلينډ په سفر کي ۲ ټيسټ لوبي هم لري چي چي د رواني نومبر مياشتي په ۲۱مه نيټه پيليږي.