سپورټ نړیوال کرکټ

انډي مولز؛ د بنګله دېش خلاف زمونږ بریا مونږ پر ځان لا باوري کړو

سمیع الله درانی

د افغان لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر او د لوبډلې روزونکي انډي مولز، په تاکید سره ویلي، چې د بنګله دېش پر وړاندې ستره بریا د دې لامل شوه، چې مونږ او زمونږ لوبغاړي په ځان لا باور پېدا کړي او د سترو لوبډلو ماتولو ته ملا وتړي.

انډي مولز په تېر کې افغان لوبډلې سره ۵ کاله دنده ترسره کړې او مل ورسره پاتې شوی دی.

د ګلبدین نایب لوبډلمشرۍ او په نړیوال جام کې له سترو ماتو وروسته د اوږدو انتقادونو په ترڅ کې افغان کرکټ بورډ اړ شو، چې لومړی د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی له دندې لرې کړي او پر ځای یې د انګلستان واروېکشایر سیمې توپ وهونکی انډي مولز د لوبډلې سېلېکټر وټاکي، له دې وروسته د پخواني روزونکي ویسټ انډیزي فېل سېمونس قرارداد هم پای ته ورسېد.

اوس افغان لوبډله مستقل مشر روزونکی نه لري او انډي مولز هغه دنده هم مخته وړي.

له اوږدو لانجو وروسته پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نایب لرې کړل شو او پر ځای یې ۲۰ کلن ځوان راشدخان ارمان لوبډلمشر او اصغر افغان مرستیال لوبډلمشر شول.

د راشدخان له لوبډلمشرۍ یوه میاشت وروسته لوبډله د بنګله دېش مرکز ته وخوځېده، هلته یې د تېرې پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ مه نېټه له کوربه هېواد سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړه او په ۲۲۴ منډو یې وګټله.

له مولز څخه پوښتنه شوې، چې له دومره ادلون بدلون وروسته ستا دنده څومره ستونزمنه وه؟

هغه وایي: « ما پنځه کاله وړاندې له افغانستان سره کار کړی و، هغه مهال زه یواځې د توپ وهنې د سلاکار په توګه مشر وم، ما بیا له پنځه کلن کار وروسته له افغان کرکټ بورډ سره دنده پرېښوده؛ خو ۲۰۱۹ کال کې یې یو ځل بیا له ما غوښتنه وکړه، چې راشم او لوبډلې سره یوځای شم؛ افغان کرکټ بورډ له ما غوښتنه وکړه، چې زه د لوبډلې مشرشم؛ هغوی ماته د پوره امنیت ډاډ راکړ».

نوموړی زیاتوي زما کورنۍ د امنیتي حالت په اړه ماته اندېښمنه وه او زه یې نه راپرېښودم.

له هغه دا پوښتنه هم شوې، ایا تا فکر کاوه، چې افغانستان به په پنځه کلونوکې د کرکټ برخه کې دومره پرمختګ کوي؟

انډي مولز ځواب ورکوي، هو ما په دې هېواد کې ډېرې وړتیاوې لېدلې؛ اوس د ځوانو لوبغاړو وخت دی، قېس احمد، ابراهیم، وقار سلام خېل، مجیب او نورو لوبغاړو په نولس کلنو لوبوکې هم ښې وړتیاوې وښودې.

اوس یې د بنګله دېش خلاف ټېسټ لوبه کې همغه وړتیاوې وکارولې او بریالي هم شول.

مولز زیاتوي؛ د بنګله دېش خلاف بریا یواځې بریالیتوب نه و، بلکې دا زمونږ لپاره په خپل ځان د اعتماد یوه ستره وسیله شوه.

مونږ په بالېنګ او توپ وهنه کې پوره وړتیا وښوده.

د مولز په وېنا د دوی هدف په توپ وهنه کارکول او ښه کول دي، په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو کې باید افغانستان وړ توپ وهونکي ولري او پنځه توپ وهونکي باید خورا پیاوړي وي.

نوموړی وايي که د ویسټ انډیز خلاف هم افغان لوبغاړي ورته لوبه وکړي، دا به د ویسټ انډیز لپاره په ستره ننګونه تمامه شي، چې بیا افغان لوبډله ماته کړي.

د ابراهیم ځدران او رحمت شاه په اړه د مولز نظر

مولز وایي ابراهیم ځدران ځوان دی او ستره وړتیا لري، ابراهیم به د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې ولري.

رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې سلیزه وکړه، دوهمه پاڼۍ کې په سفر اوټ شو، مولز یې په اړه انتقاد کوي وایي دا پلان درست نه و کوم چې رحمت شاه وکاراوه، مونږ هغه ته پلان ورکړی و، چې په حوصله ولوبېږي او ودرېږي، خو هغه زمونږ پلان تعقیب نه کړ، په خپل شخصي پلان مخته ولاړ او نتیجه یې دوهمه پاڼۍ کې منفي وه.

د افغانستان سپېرانو په اړه د مولز څرګندونې

دی وايي افغانستان ډېر سپېنران لري، راشدخان لومړی دی، ورسره وروسته محمدنبي ملاتړی دی؛ خو هغه له ټېسټ لوبو استعفا وکړه، اوس ظاهرخان او قېس احمد دي.

د مولز په خبره چې دوی له محمدنبي وروسته پیاوړي اف برېک بالر ته اړتیا لري، ترڅو د هغه تشه راډکه کړي.

وایي ظاهرخان خورا اغېزناک دی؛ خو لږ کار ته اړتیا لري، ترڅو یې تجربه پخه شي.

مجیب هم زبردست بالر دی، هغه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره خورا مناسب بالر دی، لیګ او اف برېک دواړه توپ اچونه کولای شي او کېروم بال یې بیا بیخي نامي دی.

د انډي مولز راتلونکي پلانونه

مولز وایي ما په نیوزیلېنډ، سکاټلېنډ، کینیا او د نړۍ په هر ځای کې د روزنې دنده ترسره کړې، کافي تجربه لرم، نو حالت ته په کتو به لوبډلې جوړېږي او پلان به ورکول کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی