انځر سرطاني حجرې له منځه وړي

ژباړه: عرفان لمر

انځر يوه بشپړه غذايي ميوه ده چې په اسانۍ سره هضميږي.
بقراط په څو ځايونو کې د انځر د خواصو او ګټو يادونه کړې او ويلي يې دي چې د بدن د التهابي ناروغيو لپاره يوه ښه ميوه ده.

تازه انځر د سرطان مخنيوى کوي ځکه چې د بيتاکاروتين او وېټامين سي يوه ښه سرچينه شمېرل کېږي.
پر دې سربيره فسفر، کلسيم، مګنيزيم او د A او B وېټامين درلودونکي هم دي.

د بې اشتها او کمزوره ماشومانو لپاره ډېره ګټوره مېوه ده.
انځر د کمخونۍ ضد مېوه ده ځکه چې د اوسپنې او وېټامين سي مواد لري چې د دې دواړو موادو ترکيب د هغه کمخونۍ لپاره چې د اوسپنې د کمښت له امله وي، ګټور دي .
د قوي هډوکو درلودو لپاره انځر وخورئ ځکه د کلسيم درلودونکې ده .
انځر د پوتاسيم د درلودو له امله د بدن د ګرمۍ درجه لوړوي او په دې سره د د پوستکي لاندې غوړ لرونکي مېکروبونه دفع کوي .
که انځر د خرما، کشمش ، او انګورو سره مخلوط شي د سينې د نرمښت سبب ګرځي او د افرازاتو د دفع کېدو لپاره ګټه لري .
انځر د ځيګر د تقويې لپاره ګټه لري چې د خولو د ډېرښت سبب ګرځي او کيمياوي زهري مواد له بدن نه دفع کوي .
د وزن د ډېرولو لپاره انځر بهترينه ماده ده.
نوټ: انځر د قند د لوړې اندازې په درلودو سره د شکرې د ناروغانو لپاره نه توصیه کيږي .

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ