انټرنټ څه شی دی؟

ليکنه او راټولونه

د انټرنټ کلمه له دوو برخو څخه اخیستل شوې چې یوه یې  Inter چې انټرنیشنل کلمې څخه اخیستل شوې او بل Net چې د نتورکینګ کلمې څخه اخیستل شوې یعنې نړیوال جال یا نړیواله شبکه. انټرنټ کوم خاص ماشین یا کمپنۍ نه ده بلکه دا یوه داسې پراخه پروګرام دی، چې د نړۍ هر سړۍ له دې پروګرام څخه برخمن دي او ګټه ورڅخه اخیستلای شي او کولای شي چې انټرنټ وکاروي. د انټرنټ د کارونې لپاره خاص پروګرامونه وجود لري چې د هغې په واسطه کولی شو د انټرنټ مختلفې پاڼي وګورو.

انټرنټ د څو کمپیوټر ونو یو ټولیز ګروپ دی چې د سرور یا پیاوړو انټرنټي دستګاوو په نامه سره یادیږي، دا دستګاوې د نړۍ په هر ګوټ او بېلابېلو برخو کې موقعیت لري. له دې امله ویلای شو چې انټرنټ ته د نړۍ په هر ځای کې لاسرسی کېدای شي.

سرورونه د یوې منظمې شبکې جال په څېر له یو بل سره له پیله تر پایه لکه یوه شجره ترتیب شوي او کولای شي چې پخپلو منځو کې په منظمه توګه په مستقیم یا نامستقیم ډول په اړیکه کې اوسي. کله چې یو له دغو سرورو سره د خپلو کمپیوټرو له لارې وصل کېږو نو له همدې ځایه کولی شو چې له نورو سره هم په ډېرې اسانۍ اړیکه ونیسو. دا تل په یاد کې ولری چې انټرنټ په طبیعت کې کوم ځانګړۍ ځای نه لري بلکې د سرورونو یا ماشینونو یوه مجموعه ده.

د لومړي ځل لپاره انټرنټ د امریکا د متحده ایالاتو تحقیقاتي مرکز (ARPA) لخوا د یوې تجربې په ترڅ کې په ۱۹۶۹ کال منځ ته راغی. دغه جال د  ARPA NET په نامه سره یادیده او مهمه ځانګړنه خو یې لا دا وه چې که یو کمپیوټر به له کاره ورکوله چې پخوا له دې داسې نه وه. بیا له ۱۹۸۰ میلادي کال وروسته نورې شبکې هم دغې انلاین نړۍ ته راننوتلې د بیلګې په توګه د امريکا د ساینس علومو او کمپیوټر د پوهنیز مرکز جال چې د NSF NET په نامه سره یادیږي.

 

وروستي مطالب