سپورټ فوټبال

انوش دستګیر: د فوټبال ملي لوبډلي څخه د پخوا په ډول ملاتړ نه کیږي

ليکنه: صابرحميدي

وروسته له هغه چي افغان فوټبال ملي لوبډلي د عُمان په وړاندي سخته ماته وخوړه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي پر روزونکي انوش دستګیر د ټولنیزو رسینو له لاري توندي نیوکي وسوې.

د افغان ملي لوبډلي روزونکي انوش دستګیر پرون پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکي، چي د ده حقونه تر پخوانیو روزونکو ډېر کم دي او د پخوا په ډول د ملي لوبغاړو څخه هم ملاتړ نه کیږي.

هغه ویلي، چي زه هغومره معاش نلرم لکه پخواني روزونکي او لوبغاړو ته هم د پخوا په ډول حق الزحمه نه ورکول کیږي.

هغه دا هم وویل، چي افغان لوبډله د مالي ملاتړ نه درلودلو له امله تر لوبو مخکي نه تمریناتي کمپ او نه هم دوستانه سیالۍ ترسره کوي.

هغه له ټولو مینوالو څخه وغوښتل، چي افغان فوټبال لوبډلي څخه ملاتړ وکړي.

دا ناندرۍ وروسته له هغه راپورته کیږي، چي د پنجشنبې په ورځ افغان فوټبال لوبډلي د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.

دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان درېیمه لوبه وه.

افغان لوبډلي تر دې مخکي په خپله لومړۍ لوبه کي د قطر هیواد څخه ۶ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه، خو په دوهمه لوبه کي ئې بیا بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.

په دې ټورنمنټ کي افغانان خپله څلورمه لوبه د راتلونکي نوومبر میاشتي په ۱۴مه نېټه د ایران په وړاندي ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.