انس حقاني: بهر ته تللي هیوادوال دې بیرته را وګرځي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني غړي انس حقاني په تازه ټویټ پیغامونو کې پر هغو هیوادوالو غږ کړی چې تازه بهر ته تللي او یا اوس ور روان دي.

انس حقاني ویلي، چې بیرته هیواد ته را وګرځئ او د هیواد په آبادۍ کې برخه واخلئ.

حقاني زیاته کړې چې د بهرنیانو د هغه تبلیغاتو ښکار مه کیږئ چې بهر تګ ته مو هڅوي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، چې هیواد ته ثبات پر راتلو دی او ژر به ستونزې هوارې شي.

د حقاني په خبره هیواد د ټولو ګډ کور دی او باید د پرمختګ لپاره یې ګډ کار وکړو.

د الوتنو بیا پېل
حقاني داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې کام اير هوايي شرکت سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ خپلې الوتنې بېرته پیلوي.

په دوبۍ کې د افغانستان لویې قونسلګرۍ په خپلې فېسبوک پاڼې تېره شپه لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې کام اير شرکت ته د دغو الوتنو بیا پیل زمینه برابره کړه.

سرچینې لیکلي، په دې اړه افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزيزي د کام اير هوايي شرکت له رييس تيمورشاه سره هم ليدلي او په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې په اماراتو کې د ځینو وفات شويو افغان مسافرو د جنازو انتقال ته به لومړیتوب ورکول کېږي.

الوتنو په اړه د چارواکو ډاډ
د هوايي چلند ادارې مسوولینو بیا، بیا ویلي چې هېواد کې له وروستي تحول وروسته د کابل هوايي ډګر هر ډول الوتنو ته چمتو دی او له بهرنیو هوايي شرکتونو یې هم غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله